یوه هغه روزنیزه روده چې د انسان د نیکمرغۍ په لاره کې ډيره اغیزشیندونکي ده، د عادت یا عادتونو بدلول دي. عادت هغه حالت یا چلند دی چې دتکرار تلقین او القاء له امله رامینځةکیږي او پنځیدا ئې لیدتوګې او تفکر ته اړتیا نه لري. او د تکرار له امله یو چلند رامینځةکیږي.
عادت دانسان د تربیّت او پرمخت یوه ترټولو ښه وسیله بلل کیدلی شي. ځکه لامل کیږي چې انسان،هغه فعالیتونه چې ښه نه دي ،خپله پخپله څنګةکړي او هغه وخت په ښو کارونو ولګوي. له همدې امله د ناخوښو عادتونو د پریښودلو او دښه عادتونو رامینځةکولو لپاره په انسان کې یو تربیّتي انقلاب رامینځة کوي.
حضرت ابراهیم علیه السلام د یوه الهي پیغمبر په توګه د ځيږو عادتونو په بدلولو او د ښو عادتونو په رامینځةکولو کې خپله هڅه کړې ده چې څو مثالونه ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
1 دبت پرستۍ د عات بدلول؛ د حضرت ابراهیم علیه السلام د قوم بت پرستي د پام وړ دفاعي دلیل نه درلود او دوي یوازې یوه غیرمنطقي عمل په دوامدار ډول تکراروه.
معمولا هغه انسانان چې دنورو تقلید کوي، او پخپلې عقیدې هیڅ احاطه نه لری، که دوي د خپلو عقیدو په باب کومه پوښتنه وکړي چې په طبیّعت باندې ئې ښه رانشي ، نو هیڅ منطقي بحث نه کوي. د قرآن کریم په وینا،حضرت ابراهیم دغه شان شیبه تجروبه کړې ده. ابراهیم(ع) کله د بت پرستو سنت نفی کاوه او دوي او دهغوي پلارن ئې په ښکاره ګمراهۍ کې معرفي کول، نو دوي خواب ورکوي.« قَالُواْ أَ جِئْتَنَا بِالحَقِ أَمْ أَنتَ مِنَ اللَّاعِبِين ؛وې وئيل، آیا دمونږ لپاره د کوم دحق مطلب راوړی دی که یا ټوکې کوې؟
( د انبیاء سوره – 55)
حضرت ابراهیم ددغو خبرو له أوریدو وروسته، په دوي کې ددغه عادت د بدلولو لپاره پر توحید مشتملې خپلې خبرې په چورلټ ډول بیانوي .«قَالَ بَل رَّبُّكم رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَ الْأَرْضِ الَّذِى فَطَرَهُنَّ وَ أَنَا عَلىَ ذَالِكمُ مِّنَ الشَّهِدِين؛وې وئيل؛ (په بشپړ ډول مو حق راوړی دی) دتاسو پروردګار هماغه د آسمانونوو او مځکې پروردګار دی چې دوي رامینځةکړي دي او زه پر دوي امر، د مونږ له ګواهانو څخه (انبیاء سوره-56).
2 د خیر کارونو دعادت رامیڅة کول؛
« وَ جَعَلْنَاهُمْ أَئمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَ أَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيرَاتِ وَ إِقَامَ الصَّلَوةِ وَ إِيتَاءَ الزَّكَوةِ وَ كاَنُواْ لَنَا عَبِدِين؛ او دوي مو داسې پیښوایان یا مخکښان وګرځول چې دمونږ په فرمان سره (خلک) ئې هدایت کول، او ښه کارونه او دوي ته مو د زکواة د ورکولو او د لمانځه د قایمولو او دښو کارونو د ترسره کولو وحی کردېده؛ او یوازې د ما عبادت کوي. ( دانبیاء سوره -73 آیت)
په دغه آیت کې د حضرت ابراهیم او یعقوب لپاره ، د ؛ عبادت کونکي ؛ لفظ کارول شوی، یو داسې ټکی چې په قرآن کریم کې کارول شوی چې ښئ دغه عادت په عمل کې د تکراریدا په خاطر رامینځةشوی دی.