IQNA

د پیغمبرانو روزنیزه طریقه؛ موسی (ع)/20

د موسی علیه السلام په کیسه کې امر به معروف و نهي عن المنکر

15:32 - August 15, 2023
د خبر لمبر: 3487788
ایکنا – (تهران) معمولاً هغه قومونه چې په قرآن کې د الله جل جلاله د قهر او غضب ښکار شوي دي، د هغوی د عملونو له امله وو، د بېلګې په توګه، د لوط علیه السلام قوم د همجنسبازۍ او د نوح علیه السلام قوم د بت پرستۍ او شرک له امله هلاک شول. خو په قرآن کې داسې یو قوم شته چې د یو کار د نه کولو له امله په هلاک ورسېدل.

د روزنې یوه طریقه چې ټولنه یې په اړه په سمه توګه درک نه لري، امر بالمعروف و نهی عن المنکر ده. معروف هغه عمل او حالت ته ویل کېږي چې ښه والی یې د شريعت او عقل له نظره منل شوی وي او منکر عمل هغه عمل دی چې د شريعت او یا عقل له نظره بد او ناخوښ وپېژندل شي. نهی عن یعنې د یوه مسلمان لخوا نورو ته د یوه کار د نه ترسره کولو امر کول یا سپارښتنه کول دي چې د عقل یا اسلامي شریعت له نظره بد ګڼل کېږي.

دا طریقه، د نصیحت طریقې برعکس، یوازې د انګیزې او داخلي هڅونې اړخ نه لري، بلکې د یو ډول خارجي مکلفیت یا ممانعت سره هم تړاو لري. په تېرو قضیو کې؛ روزونکی هڅه کوي چې په فرد کې د عمل کولو لپاره داخلي انګیزه رامنځته کړي، ترڅو فرد د هغه انګیزې پر بنسټ عمل وکړي؛ خو په امر او نهي کې د قناعت اړخ لږ او د خارجي فشار اړخ د عمل کولو لپاره ډېر څرګند دی.

د روزنې په برخه کې، روزونکی هڅه کوي چې خپل (روزل شوی کس) د روزنې اهدافو او پلانونو سره همغږی کړي او د دې هدف لپاره، د هغه لخوا هدف لرونکي او منظم چلندونه صادرېږي، ترڅو پر خپل روزل شوي کس باندې اغېزه وکړي. هر یو دې ډول چلند او فعالیتونو ته "طریقه" ویل کېږي او د امر او نهي د تعریف له مخې، دا یوه "طریقه" کېدی شي او له روزونکي سره د روزنیزو موخو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي؛ ځکه لکه څنګه چې بیان شول، امر د یو څه په ترسره کولو امر کول او د نهی یعنې له یوه کار څخه منع کول دي.

د موسی علیه السلام او د بني اسرائیلو په کیسه کې، امر بالمعروف و نهي عن منکر خورا لوی تاثیر لري، داسې چې هغه کسانو چې له بدیو څخه منع کول، د هغو کسانو عاقبت او پای یې ولید چې دا کار یې نه ترسره کولو، چې دوی ته څنګه سزا ورکړل شوه: خدای تعالی د الاعراف سورت په 165 آيت کې فرمایي: خو كله چې دوى هغه څرګندونې هېر كړل چې دوى ته وركول شوي وو، نو (د عذاب وخت راغى او) موږ هغه كسان آزاد كړل چې له بديو يې منع كول او کومو کسانو چي ظلم کړی وو، د هغوی د نافرمانۍ په وجه مو سخت عذاب ورکړ.

په دې آيت كې خداى تعالی په ډاگه فرمايي چې د بني اسرائيلو او اصحابو په منځ كې يوه ډله چې له بديو څخه يې منع كوله وژغورل شوه او پاتې ټول هلاك شول. د وژل شویو کسانو په منځ کې یوه ډله هم وه، چې د خپلو قومنو له ګناهونو سره مخالف وو او یوازې له دې امله هلاک شول، چې دوی له بدو کارونو منع نه کول.

په بل ځای کې حضرت موسی علیه السلام پخپله بنی اسرائیلو ته د ښو کارونو امر کوي:« فَخُذْهَا بِقُوَّةٍ وَأْمُرْ قَوْمَكَ يَأْخُذُوا بِأَحْسَنِهَا ؛

نو هغه جدي ونیسه! او خپلو قومونو ته ووایه: د هغوی په ترټولو ښه کار عمل کوه! (او هغوی چې مخالفت کوي د هغوی سزا جهنم دی) (الاعراف: 145).

په دې آیت کې خدای تعالی حضرت موسی ته امر کوي چې اسرائیلو ته امر وکړي (په آیت کې د امر لفظ کارول شوی) چې د تورات د کتاب پیروي وکړي. البته د حضرت موسی عليه السلام امر بالمعروف په دې قضيه کې نه ختمېږي او دا يوازې د بېلګې په توګه ذکر شوې ده .

سرچینې: په قرآنکریم کې د حضرت موسی (ع) د تعلیمي اړخونو تحلیلي څېړنه / مریم شیخ

په قرآنکریم کې د حضرت موسی (ع) په کیسه کې د اخلاقي روزنې میتودونه / رعنا زیدي

captcha