د الهي رهبرانو یو له ځانګړتیاوو څخه صراحت او پریکنده والی دی. د بشري مشرانو پر خلاف، چې دا صفت په دوی کې ډېر کم لیدل کېږي، بشري رهبران اکثره د خپلو اهدافو په اعلانولو کې له پټو لارو څخه کار اخلي او په خپلو موقفونو او اهدافو کې صراحت د خپلې بریا پر وړاندې یو خنډ ګڼي. خو د پیغمبرانو او سترو الهي رهبرانو په طریقه کې په وینا کې صراحت او په عمل کې پرېکنده توب، د دوی د سیاست اصول دي، دوی په ښکاره خپل الهي آرمانونه او آسماني پلانونه اعلانول او د مخالفانو او دښمنانو اعتراضونو او مقابلې ته تیار وو.
دا طريقه په ښوونه او روزنه کې خورا ښه او مستقيمه اغيزه لري، ځکه مستکبر خلک او هغه کسان چې یوه تېروتنه څو ځله تکراروي، په نرمۍ او ښو اخلاقو سره په خپلې تېروتنې نه پوهېږي او هغه ته دوام ورکوي. له دې امله، الهي رهبران او ځواکمن کسان د داسې خلکو پر وړاندې په کلکه او ټینګه خبرې کوي او له هېڅ پېښې نه ډارېږي.
د داسې خلکو په اړه خدای تعالی فرمايي:
«أَلَّذِینَ یُبَلِّغُونَ رِسالاتِ اللهِ وَ یَخْشَوْنَهُ وَ لایَخْشَوْنَ أَحَداً إِلَّا اللهَ ؛ مخکیني (انبیاء) هغه کسان وو چې د الهي پیغامونو تبلیغ یې کولو او (یوازې) له هغه څخه یې ویره درلوده او له خدای پرته له بل هېچا نه ویرېدل؛ او همدا بس چې الله تعالی د دوی د اعمالو حساب ورکوونکی او اجر ورکوونکی دی! (احزاب: ۳۹)
حضرت موسی (ع) چې د وحې له رسولانو او پیغمبرانو څخه یو دی، دا طریقه کارولې چې د هغه خبرې په قرآنکریم کې ذکر شوي:
«وَ قالَ مُوسى یا فِرْعَوْنُ إِنِّی رَسُولٌ مِنْ رَبِّ الْعالَمینَ حَقیقٌ عَلى أَنْ لا أَقُولَ عَلَى اللهِ إِلَّا الْحَقَّ قَدْ جِئْتُکُمْ بِبَیِّنَةٍ مِنْ رَبِّکُمْ فَأَرْسِلْ مَعِیَ بَنی إِسْرائیلَ ؛ او موسی وویل: اې فرعونه! زه د رب العالمین له لوري رسول یم. دا سمه ده چې د خدای په اړه له حقیقت پرته بل څه ونه وایم. ما تاسو ته ستاسو د رب له طرفه ښکاره دلیل راوړی دی. نو له ما سره بني اسرائيل راولېږه (الاعراف: ۱۰۴/۱۰۵)
د حضرت موسى (ع) دا تعبير چې اې فرعونه زه د رب العالمين رسول يم، د حق او باطل تر منځ د ټکر يوه بېلګه او په حقيقت کې له فرعون سره د موسی (ع) لومړی چلند دی. جالب دا چې دا لومړی ځل وو چې فرعون له اې فرعونه خطاب سره مخ شو، داسې خطاب چې د اخلاقو په نظر کې نیولو سره، له هر ډول چاپلوسۍ څخه بې پرې وو، ځکه چې نورو ورته د رب، مالک او پروردگار خطاب کولو، په حقیقت کې د موسی (ع) دا خبره فرعون ته اخطار ګڼل کېده، په حقيقت کې دا جمله د فرعون د ټولو تنظيمونو پر وړاندې د جګړې يو ډول اعلان وو، ځکه له دې تعبير څخه ثابته کېده چې فرعون او د هغه په څېر نور دعوه کوونکي ټول دروغ وايي او يوازې خداى رب العالمين دى.
دې ټکو ته په پام سره حضرت موسی فرعون ته په خاصو لقبونو سره خطاب نه دی کړی او له دې څخه د هغه د کلان صراحت او د وېرې نشتوالی څرګندېږي.
کلیدي کلمې: قرآن، روزنیزه طریقه، په خبرو کې صراحت، موسی