د قرآن کریم او د معصوم پیشوایانو د پنځول شوي یوې تربیتي یو مصداق عبرت اخستل دي.د خاصو موخو د د پلي کولو لپاره دعبرت اخستنې له رودې څخه استفاده،د انسان په تاریخ کې یوه پخوانۍ مخینه لري او په تیره بیا د قدرت خاوندان ، د خلکو د ویرولو او کرارولو لپاره ،خپل مخالفان په عمومی ځایونو کې سزا کوي.
د تربیّت یو مهم هدف دا دی چې د انسان سترګې په سمه پلانیستل شي او بصیرت ته ورسیږی او دچارو له ظواهره تیر شي او دهغو ژورتیاؤ ته لاس رسی ولرل شي او هغه تیروتنی لارې چې نورو کچ کړي دي پرې سم نشي.
خداوندمتعال د حضرت موسی علیه السلام په کسیې کې څو دریځونو ته چې د عبرت اخستنې او تربیت له پلوه اغیزشیندونکي دي ،اشاره کړې ده .
۱ د حضرت موسی علیه السلام او بنی اسرائيلو لپاره د نیل سمندر څيرل او د فرعون اوفرعونیانوډوبیدا. د نیل سمندر د څيرلو او د حضرت موسی او دهغه دملګرو له ژغورل کیدا پيښې وروسته قرآن کریم اشاره کوي ،چې فرعونیانو دغه عجیبه صحنه چې اوبه ټوټې ټوټې شوې وې او هره برخه ئې د یوې بلې د پاسه د لوي غر په شان انبار شوې وه ،په سترګو ولیدله، خو بیا هم د حضرت موسی علیه السلام او بنی اسرائيلو په تعقیبونې پسې شول، له دې غافل چې د دوي دعمر وروستۍ شیبې رارسیدلي دي. خداوندمتعال ددغې پيښې په پاي کې فرمائي؛ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ ؛ بې شکه د فرعونیانو په هلاکت کې لوي ایت (د خلکو عبرت او موعظې لپاره)لوي آیت ؤ،خولازیاتو خلکو ایمان رانه وړ. (شعراء:67).
۲ د فرعون د جنازې سالمه پاتیکیدا
قرآن کریم د فرعون د بدن نجات اوبقاء یو الهي آیت معرفي کوي.
د فرانسې ډاکټر مویس بوکا یو هغه کس دی چې د فرغون په بدن باندې په مطالعې اود فرعون د بدن ژغورل کیدا ته د قرآن اشارې په مشاهده کیدا سره ،د اسلام دین ومانه او په دې باب ئې لیکلي دي؛په هغه مهال کې چې قرآن کریم اعلان کړی دی د فرعون بدن به وژغورل شي ،دغه جنازه او د نورو فرعونیانو بدنونه د نیل په بلې غاړې کې په طیره(تب) کې د پاچایانو یوې درې په څومڅو کې وه ،خو هغه مهال د هغو په باب چا بشپړ اطلاع نه درلوده اودا یوازې د نولسمې پيړۍ په پاي کې ده چې د حضرت موسی (ع) د وخت فرعون مړیدلته کشف شو:::
خداوندمتعال د فرعون مړی د هغه له هلاکت وروسته له اوبه بهر وشړ، څو عبرت شی د راتلونکو لپاره. د حضرت موسی علیه السلام درسته کیسه دبعثت له پيله او د بني اسرائيلو دنجات ورکولو او د فروعون او فرعونیانو تربلنې پورې او د فرعون او دهغه د لښکر ترډوبیدا پورې ،دا ټول دعبرت درسونه دي دهغو کسانو لپاره چې فکر او سوچ لري.
(ددغه داستان سرچینه؛ په قرآن کریم کې دحضرت موسی علیه السلام په کیسې کې داخلاقي تربیّت د رودو تیسس)