IQNA

 د نبیانو روزنیزه روده؛موسی (ع)/۳۱

په قرآن کې د حضرت موسی(ع) بیلګه کیدا

7:00 - October 08, 2023
د خبر لمبر: 3488068
ایکنا-(تهران) له هغه مهاله چې انسان په مځکه  دنسل تولید ته مخه کړې ده ،د نسلونو د روزنې اوت ربیهت لپاره ئې ډيرې لارې امتحان کړي،یوه هغه تربیتی روده چې په مستقیم ډول  د انسان له ذات سره په ارتباط کې ده ، د بیلګه کیدا له پلوه روزنیزه روده ده. دغه تربیّتی روده، په قرآن کریم کې  دحضرت موسی علیه السلام  په کیسې کې په یوه جالب انداز سره انځور شوې ده.

انسان ذاتا  یو بیلګه پال او بیلګه منونکی دی . په همدې خاطر د هغه تربیت او ښو اخلاقو  د رامنیځة  کونې او پرورش  تر ټولو کارنده روده  چې د الهی مکتبونو او ددین مخکښان ئې تائيدوي ، بیلګه پاله روده ده . خلک  د بیلګې په لیدو سره  هڅه کوي، دهغه  او دهغه  د صفتونو په لیدو سره ځان د هغه په شکل جوړ کړی، پر دې اساس د هدایت او تربیّت لارې کې د بیلګه کیدا روده ډيره کارندوالی لري.

د بیلګه  کیدا د رامینځةکیدا په رودې کې  په دې دلیل چې  د تربیت کیدونکي به وړاندې د تقلید وړ او یوه عینی نمونه کیږی، او انسان په مستقیم ډول  دخوښې وړ بیلګې سره په مستقیم ډول یوشان کیږی، یو ترټولو ښه او  ترټولو لنډه روزنیزه روده شمیرل کیږي او همدا شان  دعیني کیدا او محسوس کیدا په دلیل او هم بیلګه منلو ته د انسان د شخصي ګروهنې په سبب  په تربیّت او روزنې کې ډيره اغیزشیندونکی او چټکه روده ده.

دغه روده دومره مهمه او ډيرې اغیزې لري ، چې پخپله خداوندمتعال  د واحد پروردګار اود عالم د استاد په توګه ورڅخه استفاده کړې ده ،داسې چې په مختلفو آیتونو کې ئې پیغمبران  دانسان لپاره بیلګه ګرځولي دي ،لکه چې  فرمائي؛ لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا ؛ مسلما د تاسو لپاره په ژوند کې د خداي رسول یو ښه سرمشق ؤ، دهغو لپاره چې دخدای رحمت ته  او د قیامت ورځ ته امید لري او خداي ډير یادوي. (احزاب: 21).

د استاد او روزونکي چلند اوروده پر تربیت کیدونکی ترټولو زیاتې اغیزې شیندي ،یعني  استاد هغه ترتولو لومړنۍ ټاکنه ده چې دهغه تربیت کیدونکی ئې بیلګه ګرځوي  او  ورڅخه اغیزمنیږي. په همدې خاطر په قرآن کریم کې ځیني موردونه وینو چې  ځيني کسان پکې  لارښونکي اواستاد اوروزونکي غوره شوي دي او په عین حال کې پخپله  یوه نمونه او بیلګه معرفي کیږی.

د  حضرت موسی علیه السلام په کیسې کې خداي تعالی  دحضرت موسی(ع)  معرفي کونې ته مخه کوي؛  سلام عَلى مُوسى وَ هارُونَ إِنَّا كَذلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنينَ إِنَّهُما مِنْ عِبادِنَا الْمُؤْمِنينَ سلام پر موسی اوهارون، مونږ  دغه شان نیکو کسانو ته جایزه ورکوو ، هغه دواړه دما مومن بندګان وو.: (صافات: 120 الی 122). په دغو آیتونو کې حضرت موسی او هارون د فرعون او بنی اسرائيل قوم د مربی او هدایت کونکي په توګه معرفی کیږی او په بلې برخې کې  دوي د ؛مومنین؛ او ؛محسنین؛  په عنوان سره  یادوي  او داپه دې معنا ده چې  اولا دغه آیت ددې هڅه کوي چې  دوي  احسان کونکي او نیکو کسانو د بیلګې په توګه  یاد کړي ،دوهم  هغه روزونکی چې د نورو د روزنې لپاره هڅه کويو پخپله  د تربیت کیدونکي دبیلګې او نمونې په توګه مطرح دی .

(دا کیسه په قرآن کریم کې د  حضرت موسی عیه السلام په کیسې کې د اخلاقي تربیت  د رودو  له تیسیس څخه راخستل شوې ده)

captcha