تربیّت د ساتنې او روزنې په معنا دی چې په هغه کې زیاتیدل لیدل شوي دي ؛لکه د تزکیّې چې هغه هم د ودې په معنا ده . په قرآن کریم کې مشتقات ؛تربیت؛ څو ځله کارول شوی دی .
الف؛ و ترى الارض هامدة فاذا انزلنا علیها الماء اهتزّت و ربت»( حج، ۵) ؛ مځکه وچه او بې محصوله وینې ، نو کله چې باراان لیږم نو بیا ټکانونه خوری او وده کوي او په هغه کې بوټي راڅرګندیږي.:
ب؛ و قل ربّ ارحمهما كماربّیانى صغیراً»( اسراء، ۲۴) ؛ ووایه خدایه پر مور پلار مو رحم وکړې هماغه شان چې دوی زه په وړکوالي کې ساتلی یم او ما سره ئې مهرباني او مینه کړې ده:
ځینی څيړاندي وائي روزل او د کمال او معنوي نیکمرغۍ وآخوا ته کاږل په زیاترو موردونو کې لیدل شوي نه دي.البته تربیټ یوه داسې عامه معنا لري چې د تربیّت او روزنې نتیجه وار د واره په هر کیفیّت سره چې وي ، د مادي او معنوي پشمول پکې لیدل کیږي.
پر دې اساس د تربیّت او روزنې ټکی ؛ د هغې ریښې ته په پام سره ، د روزنې او زیاتونې د لاملونو دبرابرولو په معنا دی . پردې سربیره تربیّت د تهذیب په معنا هم استعمال شوی چې د ناخوښو اخلاقي صفتونو د له مینځه وړلو په معنا دی . ګواکې په دې استعمال کې مقصدا دا دی چې اخلاقي تهذیب د معنوي منزلت او مقام د زیاتوالی سبب کیږي او له همدې پلوه تهذیب تربیّت او روزنه بلل کیدلی شي.
( دا مطلب د ستر مفسّر محسن قرائتي له ؛ راه رشد ؛ کتاب څځه اخستل شوی دی)