د ایکنا نیوز د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت د اقتدار د شهیدانو د درنښت او قدرونې په مناسبت د رسنیو د کارکوونکو د درناوي مراسم د یکشنبې په شپه د ایران د ریډیو او ټيلیویژن د ادارې د غونډو په تالار کې ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د صدا و سیما مشر پیمان جبلي په خپلې وینا کې وویل:د ایران د اسلامی انقلاب ستر رهبر د غبرګولي په ۲۳ د دغه شجاع ملت د قدرمنو او خوږو بچیانو او قوماندانانو د شهادت خبرونه اورېدل او د پېښو په جریان کې و.
هغه زیاته کړه:د صهیونیسټي رژیم د برید په لومړیو ساعتونو کې، د وسلهوالو ځواکونو ستر قوماندان حضرت امام خامنه اي د تلاوت ریډیو اورېدونکی و. په هماغو شېبو کې د انفال مبارکې سورې ۷۰ آیت خپرېده چې په کې ویل شوي دي:
«... يُؤْتِكُمْ خَيْرًا مِمَّا أُخِذَ مِنْكُمْ ...؛ یعنی الله به تاسو ته له هغه څه چې له تاسو اخیستل شوي دي، غوره درکړي.»
دا هماغه د الله تعالی ریښتینی وعده ده چې د هېواد ستر لارښود څو ورځې مخکې په خپلې وینا کې هم پرې ټینګار کړی و چې د حق جبهه به د الله په مرستې سره حتماً نصرت او بریا ترلاسه کړي، او دا بریا د ایران ملت ته تضمین شوې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4295454