IQNA

د ایران قرآني پوهنتونوال؛د فتح قرآنی کمپاین په دوام کې

9:17 - July 21, 2025
د خبر لمبر: 3491428
ایکنا - د «فتح  په نامې سره د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآني محصلینوکمپاین» د مقاومت او الهي نصرت په چورلیزتوب سره ترسره کیږي

ایکنانیوز  راپور راکوي،د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآني پوهنتون‌یارانو د  ادارې د دودولو او پراختیا مرستیالۍ د «فتح قرآني محصلینو کمپاین» ترسره کوي، چې دا کمپاین د هغه«فتح قرآني کمپاین» په دوام کې دی چې د قرآني نړیوال خبري آژانس (ایکنا) له لوري پیل شوی.

د ایکنانیوز د راپور له مخې، د اسرائیلو له خوا پر اسلامي ایران د وروستیو بریدونو په غبرګون کې او د «فتح قرآني کمپاین» په دوام کې چې د ایکنا قرآني نړیوال خبری آژآنس  له لوري پیل شوی دی، د هیواد د قرآني پوهنتون‌یارانو د تنظیم د دودیدا او پراختیا مرستیالۍ د دغه کمپاین د محصلینو برخه د «فتح قرآني محصلینو کمپاین»  په نامې سره ترسره کوي.

دا کمپاین د دې لپاره ترسره کیږي چې د پوهنتونونو په فضا کې د قرآن کلتور خپور شي او تمرکز ئې پر مفاهیمو لکه مقاومت، الهي نصرت، بریا او همدارنګه د هیواد او اسلامي نړۍ د محصلینو، استادانو او قرآني شخصیّتونو ترمینځ د یووالي او هم‌غږۍ په رامینځته کولو دی.

د کمپاین اصلي  چورلیزونه  هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

د فتح مبارکې سورې تفسیر او تدبر (آیتونه ۱ تر ۴ پورې)

د آل‌عمران سورې ۱۳۹ آیت «وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ کُنْتُمْ مُؤْمِنِینَ»

د نصر مبارکې سورې تفسیر او تدبر

محصلین کولی شي په بېلابېلو چوکټونو کې لکه:

د قرائت ویډیوګانې (تحقیق یا ترتیل)

لنډ مفهومي کلیپونه

پادکست

 د  زده  کړې د پړاؤ یادداشتونه

  د نورو معلوماتو او د نامو د ثبتولو لپاره کولی شي  www.roytab.ir/jahadpouesh   ته لاړ شي یا دغو شمیرو سره اړیکه ونیسي:

۰۲۱۶۷۶۱۲۳۳۶ او ۰۲۱۶۷۶۱۲۳۳۷

همدارنګه ددغه کمپاین  د اطلاع رسوؤنکو چینلونو  په ایتا او بله  اپلیکیشنونو کې د jahadpouesh په آئی ‌ډي فعال دي او د محصلینو د تولیدي محتوا د ترلاسه کولو او خپرولو لپاره چمتو دي.

«پویش قرآنی دانشجویی فتح» با محوریت مقاومت و نصرت الهی برگزار می‌شود

https://iqna.ir/fa/news/4295149/

captcha