ایکنانیوز له بغداده راپر راکړ،د عراق د بنیعامر موکب، چې د هېواد د حسینی عزادارو یو لوي هیئت شمېرل کېږي، د حسینی اربعین د را رسیدو په درشل کې ئې خپل پلی حرکت د عراق له بصرې د کربلا په لور پیل کړی دی.
دا موکب چې غړي ئې سپینې جامې اغوندي، هر کال د بصرې له جنوبي برخې خپل حرکت پيلوي، او د صفرې د میاشتې په ۱۹ نېټه کربلا ته رسېږي. دوي د حضرت امام حسین (ع) حرم ته د زیارت لپاره د "لبیک یا حسین" په شعار سره واریدیږي.
د بنیعامر قبیلې موکب د نړۍ له لویو حسيني مواکبو څخه دی چې هر کال د حسینی اربعین په دستورو کې، په بینالحرمین کې ديني او قرآني شعارونه پورته کوي او د قرآن کریم آیتونه نندارې ته وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4296577