IQNA

په مراکش کې د «حسیمه» ښار لومړنۍ قرآني جشنواره ترسره شوه(انځوریز راپور)

10:38 - July 29, 2025
د خبر لمبر: 3491473
ایکنا -  د مراکش د حسیمه ښار لومړنۍ قرآني جشنواره د قرآن د حفظ او تلاوت په سیالیو کې له بریالیو قاریانو او حافظانو سره د درناوي په فضا کې ترسره شوه.

ایکنانیوز د العلم خبري آژانس له قوله راپورراکوي، دغه جشنواره د جمعې په ورځ (یعني  د زمري د میاشتې په ۳ ) د سیمې د علمي شورا او د ښار د اسلامي چارو د سیمه‌يیز ریاست له‌خوا، د مراکش د پاچا «محمد شپږم» د پاچاهۍ د ۲۶مې کلیزې په مناسبت پیل شوه.

د جشنوارې پروګرامونو څو ورځې دوام وکړ او پکې بیلابیل دیني او فرهنګي فعالیتونه ترسره شول، لکه:

  • په ښار کې د قرآني کاروان لاریون ؛ د دیني کتابونو او نشراتو نندارتون؛ د ماشومانو لپاره د مراکشي خوشخطۍ او قرآني لیکلو ورکشاپونه؛ د دیني او علمي سیمینارونو جوړېدا.

په جشنوارې کې سیمه‌ییز چارواکي، پوځي او قضایي شخصیتونه، او د مدني ټولنو فعالانو هم ګډون کړی و. دا جشنواره د قرآن د حافظانو، قاریانو او دیني فعالانو د هڅونې او قدردانۍ لپاره یوه مهمه موقع ګڼل شوې ده.

همداراز، د مراکش له هېواده په بهر میشتو لږکیو باندې د قرآن ژباړل شوي نسخې وویشل شوې، څو له قرآن کریم سره ئې اړیکه ټینګه شي.

د دې ترڅنګ، د یوې بوډئ مېرمنې  هم درناوی وشو چې د سواد زده‌کړې او د قرآن د زده‌کړې په پروګرامونو کې ئې ګډون کړی و؛ دا برخه د علم زده‌کړې او اسلامي ارزښتونو ته د اهمیت د ورکولو څرګندونه وه.

د حسیمه د سیمه‌ییزې علمي شورا مشر محمد اوریاغل،وویل: دا جشنواره یوه عادي پېښه نه، بلکې یو استثنايي اقدام دی چې د مراکش د پاچا د هوښیارې  او ځيرې رهبرۍ لاندې د قرآني ارزښتونو، حافظانو او فعالانو درناوی څرګندوي.»

د حسیمه د اسلامي چارو سیمه‌ییز استازی محمد فهیم، وویل: د دې جشنوارې هدف دا و چې د نوې نسل په زړونو کې د قرآن مینه پخه شي او کورنۍ دې وهڅول شي چې خپل ماشومان له قرآني ښوونځیو او مرکزونو سره ثبت کړي.»

 

انتهای پیام

 https://iqna.ir/fa/news/4296719

captcha