IQNA

د ملایشا استاد په ایکنا ویب‌نار کې:

د ایران دفاعي عملیاتو د صهیونیسټانوګوزار خوړل او نفسیاتي کمزورتیا رابرسیره کړه

10:36 - July 21, 2025
د خبر لمبر: 3491430
ایکنا - د ملایشیا نړیوال اسلامي پوهنتون د سیاسي علومو استاد وویل: وروستئ جګړې د اسرائیلو زیان‌منتیاوې لکه د دغه رژیم د هوايي دفاع کمزوري، د هغوی محدودیتونه او د لوېدیځ په ملاتړ د هغوی زیاته تکیه او همدارنګه د صهیونیسټانو نفسیاتي کمزوري په ډاګه کړه.

د ایکنانیوز د راپور له مخې، د « ایران عزت او اقتدار ایران؛له توغندیو ورآخوا یو پیغامت؛ په نامې سره  نړیوال ویبینار د چنګاښ   میاشتې ۲۸  نيټې ماسپښین د ایکنانیوز په کوربه‌توب د پوهنتوني جهاد د ادارې د مشر او د نړۍ د بېلابېلو پوهنتونونو استادانو په ګډون سره ترسره شو.

دا ویب‌نار چې د اسرائیلو او امریکا له خوا د ایران پر ضد د ۱۲ ورځنۍ تپلي جګړې په لړ کې د نړیوال قرآني خبري آژانس (ایکنا) له خوا جوړ شوی و، پر دغو چورلیزونو ئې تمرکز وکړ: «د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د ایران روا دفاع»، «د وعده صادق ۳ عملیات او د سیمې د سټراټیژیکو معادلاتو بدلون»، او «د ایران د ساینسپوهانو ترور؛ د دې هېواد د مظلومیت سند او د نړیوالو قوانینوخلاف ورزي؛::.

په دغه ویب‌نار کې د پوهنتوني جهاد دادارې مشر پروفیسر علي منتظري،د ایکنا مبین ستوډیو مېلمه و، او مجازي برخه ئې د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو د استادانو او شنونکو په وړاندې کولو سره آنلاین ترسره شوه.

د دغه ویب‌نار مجازي ویناوال طلال عتریسي (د لبنان پوهنتون استاد)، دانیال یوسف (د ملابیشیا نړیوال اسلامي پوهنتون د سیاسي علومو استاد)، دینا سلیمان (د انډونیشیا پاجاجاران پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد) او ایاد ابوناصر یوفلسطیني شنونکی وو.

د ملابیشیا نړیوال اسلامي پوهنتون د سیاسي علومو استاد  دانیال یوسف په خپله ویدیوئي وینا کې وویل:

د ایران د ایټمي ساینسپوهانو په ترور کې د اسرائیلو جنایتونه او کړنې د غندنې وړ دي او نور مسلمان هېوادونه باید د دغو جنایاتو او د نړیوالو قوانینو د خلاف ورزئ په اړه چوپ پاتې نشي. ټول خپلواک هېوادونه باید د داسې اقداماتو په اړه اندېښمن وي، ځکه دا ټول له ګواښ سره مخ کوي. ایران هڅه کوي د ځان دفاع وکړي او په داسې حال کې چې پانګونه ئې کمه ده، خپل علم او ټکنالوژي پرمختګوي او دا کولی شي د اسلامي او پرمختیايي هېوادونو لپاره د یو الهام او ستاینې وړ بیلګه شي.

 هغه دغه راز پخپلې وینا کې ووئيل؛۱‍اجازه  راکړئ د ملایشیا د رسمي دریځ په یادولو سره خپله خبره پیل کړم؛ زمونږ لومړي وزیر، انور ابراهیم، د اسرائیلو په مقابل کې د ایران د دفاع حق او له ایران سره د ملایشیا پیوستون څرګند کړ. هغه همدارنګه د ایران د ایټمی پروګرام ساینسپوهانو په وژنې کې د اسرائیلو کړنې وغندلې او له نورو مسلمانو هېوادونو یې وغوښتل چې د داسې جنایاتو او د نړیوالو قوانینو د خلاف ورزۍ په وړاندې چوپ پاتې نشي. ټول خپلواک هېوادونه باید د داسې کړنو په اړه اندېښمن وي، ځکه دا ټول په خطر کې اچوي.

هغه روښانه کړه مونږ د ایران مقاومت ستایو. په څرګنده، شواهد ښئي چې په دې جګړه کې ایران مدافع اړخ و، نه یرغلګر. باید د ایران هغې فتوی ته اشاره وکړم چې په کې یې ویلي، هېڅکله به له خپل سوله ایز ایټمي ظرفیت څخه د ایټم بم د جوړولو لپاره استفاده ونه کړي. اسرائیلو مخکې هم د ایران د ایټمی پروګرام اړوند ساینسپوهانو او متخصصینو په ترور کولو سره د ترینګلتیا د زیاتېدو لامل شوی دی.

د دغه رژیم د بریدونو پراختیا چې تر روغتونونو، د ټيلیویژني ودانیو او د اوسېدنې سیمو پورې وغځېده، د ولسي خلکو په وژنې پای ته ورسېده. د نړیوالو قوانینو پر اساس د عامو خلکو ژوند ساتل ضروري دی.

د وعده صادق ۳ عملیاتو د ایران د ځان دفاع وړتیا په بریالیتوب سره ثابته کړه.په حقیقت کې ایران یوه نه‌ هیریدونکي جګړه پیل کړه څو خپله خاوره او حاکمیت وساتي.

https://iqna.ir/fa/news/4294727

captcha