
د ایکنانیوز د قم څانګې د راپور له مخې، مهدي قربانی کرم دا خبرې د قم د ښاروالۍ د غونډو په هال کې له خبریالانو سره د ناستې پر مهال وکړې. نوموړي د حسینی اربعین د مراسمو په ترسره کولو کې د قم اهمیت ته اشاره وکړه او وې ویل: قم لومړنی ښار و چې د حسینی اربعین د ولولناکو دستورو بنسټ ئې کېښود، او دا ښار د ایران د خاوري د ولسی اربعین د خوځښت اصلي ستنه ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړه: د قم ټول مسئولین باید د اربعین زائرینو میلمستیا ته په ښه ډول پاملرنه وکړي.
قربانيکرم وویل: اوس ډېری ادارو خپلې اسانتیاوې د زائرینو په خدمت کې وړاندې کړي دي، چې دا د رسنیو د هڅو پایله ده. سږکال هم، لکه د تېر کال، له پنځم صفرې څخه تر پنځم ربیعالاول پورې به د زائرینو خدمت وشي.کابو ۲۵۰۰ تنه به مستقیم خدمت کوي، خو د غیر مستقیم خادمانو شمېر هم د پام وړ دی، ځکه چې خلک خپله ځانونه خادمان ګڼي.
نوموړي وویل: د اربعین مرکز ۲۲ مرستیالې څانګې لري، چې پکې اجرائیه، عامه اړیکې، نړیوالې چارې، د ښځو او سړیو څانګې شاملې دي. د تېر کال د تجربې پر بنسټ، سږکال مو مرکز د ۵لکه زیارتوالو لپاره چمتو کړې دی.
هغه یادونه وکړه چې دا شمېر ښائي زیات شي، ځکه دا یوازې د ثبتنام شویو کسانو شمېر دی.
د زیارتوالو د ن امو د ثبتولو څرنګوالی:
- د قم ښار په ورودي ساحو کې به غیر ځاي زیارتوالو ته د SMS له لارې لینک واستول شي څو د خپل استوګن ځای ټاکنه وکړي. زائرین کولای شي له شمېرې ۰۹۹۰۳۳۴۱۱۲۰ سره اړیکه ونیسي. همداراز، د ۱۳۷ شمېرې له لارې د معلوماتو لپاره تماس نیولای شي.
د خدماتو موده:
- زائرینو ته به د دیره کیدا، خواړو او نورو خدماتو موده داسې وي: ایرانی زائرین: ۲۴ ساعته غیرایرانی زائرین: ۷۲ ساعته د مرکز د سسټم له لارې د نامو له ثبتولو وروسته، د خدماتو ځای ټاکل کېږي.
د تمرکز د لیرې کولو نوښت:
- په تېرو ۳ کلونو کې یو مهم بدلون دا و چې خدمت یوازې په یوه ځاي متمرکز نه دی، بلکې پراخ شوی دی. تېر کال تر ۷۰ ځایونو (لکه حسینیې، امامباړې جوماتونه او زیارتونو) پورې رسېدلی و، سږکال پلان شته چې تر ۱۰۰۰ بیتالحسین (خدمتځایونه) سره همغږي وشي، چې تر اوسه له ۲۰۰ څخه ډېر ځایونه چمتو شوي دي. د مواکبو، ډلو او کاروانونو لپاره ۱۰۰ مرکزونه پلان شوي دي.
هدفونه:
- فرهنګسازي: خلک دې د خدمت خوند تجربه کړي. نه متمرکزه مشري (عدم تصدیګري): خلک باید په خپله رول ولري.
- د دې موخې لپاره د تبلیغ شعار «#من_خادم_زوار_حسینم» ټاکل شوی.
د ښوونځیو چمتووالی:
- د زیارتوالو د دیره کیدا لپاره د زدهکړو له وزارت سره ناستې شوې، ۴۰ ښوونځي همغږي شوي دي.
نور خدمات:
- هستوګن ځاي، د نامو ثبتول، درې وخته ګرمه ډوډۍ، درملنه (وړیا او جهادي ډول). تېر کال په روغتیايي برخې کې ۷ میلیارده تومان مصرف شوي و.
د فرهنګي بڼه وړاندې کول:
- ۱۳۰ تبلیغي ځواکونه به فعال وي. غیرایراني زائرین به د خپلو هېوادونو لپاره فرهنګي سفیران وي، نو باید قم ښه معرفي شي.
د تېر کال شمېرې:
- مجموعاً ۱۵۱,۴۳۱ تنو نامې ثبت شوي، چې له دوي ۱۸٪ یعنی ۴۱,۱۰۰ تنه غیرایرانيان وو. تر ټولو زیات غیرایراني زائرین له پاکستان، بیا له افغانستان، هند او نایجیریا وو. په تېرو دوو کلونو کې د ۳۲ هېوادونو زائرین قم ته راغلي.
د جاماندهګانو یا کربلا ته له اربعین څخه د پاتې کسانو لپاره پروګرام:
- د حسینی اربعین په ورځ، د بلوار پیامبر اعظم(ص) په اوږدو کې ۷۰ صلواتيسټیشنونه او موکبونه فعال وي.
عمومي بلنه:
- هغه کسان چې توان لري، د موکبونو د جوړولو لپاره دې مرسته وکړي. د مرکزی چینل د غړیتوب لپاره ۸۲ دې، ۳۰۰۰۱۵۱۵ شمیرې ته واستول شي. د نورو معلوماتو لپاره دې سلام کربلا وېبسایټ ته لاړ شي. د مالي مرستو لپاره دا کارتشمېره کارولای شي:
۶۰۳۷۹۹۸۸۰۰۴۰۵۷۲۱ (په نوم د قرارګاه مردمي اربعین)
https://qom.iqna.ir/fa/news/4296610