د ایکنا نیوز د راپور له مخې، غلامرضا شاه میوه اصفهاني، چې د ایران د قرآن کریم یو استاد او وتلی قاری دی، ټاکل شوې ده چې د ملایشیا د پنځه شپېتمې نړیوالې قرآني سیالۍ د قضاوت ډلې برخه شي.
د ایران د اوقافو او خیریه امورو د ادارې د قرآني چارو مرکز د معلوماتو پر اساس، په دې وروستیو شپو ورځو کې د نوموړي لپاره رسمي بلن لیک صادر شوی دی او په دې توګه به له کابو شلو کلونو وروسته یو ایرانی قاضي د نړۍ په دې ترټولو پخوانیو نړیوالو قرآني سیالیو کې د قاضیانو په پلاوي کې ګډون وکړي.
د اوقافو د قرآني چارو د مرکز مسئولانو ویلي چې د تېر کال په لیندئ یا آذر میاشت کې د ایران د استازي پلاوي د هڅو او همدا راز د مرحوم استاد عبدالرسول عبایي د هڅو او اغېز په وجه، دغه بلنه ورکړل شوې ده.
خدای بخښلی استاد عبدالرسول عبایي یوازینی ایراني قاضي و چې د ملایشیا په نړیوالو قرآني سیالیو کې د قاضیانو په ډلې کې ئې ګډون کړی و.
د ملایشیا د قرآنی نړیوالو سیالیو د پنځه شپېتم پړاؤ وروستۍ مرحله به د روان کال د اسد یا زمري د میاشتې په یوولسمه د کوالالمپور د نړیوال سوداګریز مرکز په تالار کې پیل شي او د همدې میاشتې تر اتلسمې نېټې پورې به دوام وکړي.
په دې دوره کې به محسن قاسمي، چې د ایران یو وتلی قاری دی، د تحقیق قرائت په برخې کې د ایران استازیتوب وکړي او د نورو هېوادونو له قاریانو سره به سیالي وکړي.
ایکنا نیوز دغو دواړو قرآني څېرو ته په دې ستر نړیوال قرآني محفل کې د بریا دعا کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4295537