IQNA

قران وايي: بدې خبرې مه کوه!ښې خبرې کوئ

9:43 - July 23, 2025
د خبر لمبر: 3491440
ایکنا - له ټنشن او اختلافه په ډکې دنیا کښې قرانِ کریم مونږ یوې پياوړې خو نرمې او لطیفې وسلې ته رابولي، یعنې: ښو خبرو ته.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،پارس ټوډې په یوه مطلب کې لیکلي دي،زمونږ خبرې او ګفتار، زمونږ د باطني شخصیت هینداره ده. په کومې ټولنې کښې چې په کلام کښې ادب احترام او مهرباني جاري وي، د هغې ټولنې چاپیریال به امن، قرار او انساني وي. په قران پاک کښې خدای تعالی په بیلابیلو طریقو د ښه ګفتار په اهمیت ټینګار کړی او په دې لړ کښې یو ډیر څرګند او واضح حکم د سوره بقره په ۸۳ مبارک آیت کښې راغلی دی چې فرمايي:

"وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا؛ یعنې له خلکو سره ښې خبرې وکړئ.

د آیت دا برخه نه یوازې یوه اخلاقي سپارښتنه بلکې یو ټولنیز او انساني حکم دی. دا آیتِ شریف یعنې له ټولو خلکو سره که هغه د هر دین، د هر نسل او د هرې سیمې وي، په ښو او نرمو او محترمانه خبرو سره چلند وکړئ. د «ناس» کلمه، په دې حکم کښې د ټولو او عامو خلکو د شاملیدو په معنا ده یعنې ټول انسانان.

ښې خبرې هم یوازې د خوش زبانۍ او خوږو خبرو په معنا نه دي بلکې رښتیا ویل، ادب، د زړه تسلی، له تحقیر او سپکاوي او له تند و تیزو خبرو ډډه کول هم په کښې شاملیږي. حتی که څوک زمونږ مخالف وي، بیا هم دنده لرو چې ورسره مؤدبانه او محترمانه خبرې اترې وکړو.

دغه قراني حکم په ټولنې کښې د ژبني تاوتریخوالي د مخنیوي او د روغو خبرواترو د کلتور لپاره یو بنیاد دی. په هغې ټولنې کښې چې غړي ئې په دې اصل پابند او وفادار وي، له بې ګټو جنګ جګړو، غلط فهمیو او ټولنیزو اختلافاتو به خوندي او په امان کښې وي.

نیکې او ښې خبرې نه یوازې د نورو د زړونو د ارامښت سبب کیږي بلې د خدای تعالی په نزد ستر انعام هم لري ځکه چې خپله خدای تعالی، نیکي، ادب او مینه خوښوي.

https://parstoday.ir/ps/news/religion-i162652

captcha