IQNA

شارجه د « په قرآن کې د وقف او ابتدا » نړیوال علمي سمینار کوربه

10:53 - July 14, 2025
د خبر لمبر: 3491399
ایکنا - « په قرآن کې د وقف او ابتدا »نومې نړیوال علمي سمینار د اماراتو د شارجه د قرآن کریم ټولګې په نوښت د همدې مجمع په ستر هال کې جوړ شو.

ایکنانیوز د الشارجه ۲۴ له قوله راپورراکوي، دغه سمینار د چارشنبې په ورځ (۱۸ تیر) د قرآن کریم  د ټولنې د مشر د خلیفه مصبح الطنیجي په شتون کې پرانیستل شو او تر دوو ورځو پورې یې دوام وکړ.

د قرآن کریم مجمع د منشي په توګه عبدالله خلف الحوسنی وویل: دغه سمینار د جولای په ۹ او ۱۰مه (۱۸ او ۱۹ تیر) د یو شمېر علماوو او  اورګانونو د مشرانو په ګډون ترسره شوی او په کې د وقف او ابتدا بلاغي، تفسیري او تدبري اړخونه وڅېړل شول.

هغه زیاته کړه: په دې سمینار کې د قرآن کریم د آیتونو د معنا په ټاکنې کې د وقف او ابتدا د علم اهمیت بیان شو او ټینګار وشو چې د وقف او ابتدا په اړه پاملرنه، قاریانو او څېړونکو سره د قرآن د متن په تدبر کې غوره مرسته کولی شي.

الحوسنی څرګنده کړه: قرآني مجمعې په دې علمي غونډې کې د هغو علماوو او څېړونکو کوربه‌توب وکړ چې خپلې مقالې یې د وقف او ابتدا د ژبپوهنيزو، بلاغي او تخنیکي اړخونو او د تلاوت په اغېز باندې وړاندې کړې او په دې اړه تخصصي ناستې جوړې شوې.

هغه زیاته کړه: دغه سمینار په ځانګړې توګه په درو چورلیزونو (سببي، معنايي او لفظي) د وقف او ابتدا علم ته ځیر شو او د قرآن د کلمو او الفاظو ترمینځ د اړیکې او د وقف او ابتدا د قواعدو بحث ئې وکړ. په پای کې ټینګار وشو چې د وقف او ابتدا د علم مطالب باید ساده شي څو د ټولنې بېلابېلو پرګنو ته نژدې شي.

ویل کېږي چې د شارجې د قرآن کریم مجمع د اماراتو له مهمو قرآني بنسټونو څخه ده چې د قرآن کریم د خطي نسخو او نایابه مصحفونو ستره خزانه پکې ساتل کېږي.

د قرآن او علومو د موزیم تر څنګ، د دغه مجمع دارالقرآن کریم په وروستیو کلونو کې د قرآن کریم د زده کړې او ښوونې په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ د کارولو لپاره ډېرې هڅې کړي او ګڼ شمېر ښوونیز او څېړنیز کورسونه یې د وتلو استادانو او څېړونکو په ګډون جوړ کړي دي.

  https://iqna.ir/fa/news/4293800

captcha