IQNA

د بانکوک په نړیوال حلال نندارتون کې د ایران کلتوري شتون

9:41 - July 19, 2025
د خبر لمبر: 3491420
ایکنا -  د  تایلینډ په بینکاک کې د ایران کلتوري سلایارئ  د بنکاک په نړیوال حلال نندارتون (MEGA HALAL Bangkok 2025) کې په فعال شتون سره ګډون کړی چې موخه ئې په نړیوال حلال بازار کې د ایران د اسلامي جمهوریت  پياوړی کول او د فرهنګي او اقتصادي اړیکو پراختیا ده.

ایکنا نیوز له تایلن‌ډه  راپور راکوي، د دغه نندارتون رسمي پرانیسته د چهارشنبې په سهار، د جولای په ۱۶مه، د بیلابیلو هیوادونو د لوړپوړو چاروکو په ګډون ترسره شوه چې پکې د اسلامي هیوادونو سفیران، د تایلند د اسلامي مرکزي شورا مسوولان، د نندارتون د تنظیموونکو شرکتونو مشران او د تایلند د دولتي او اقتصادي ادارو استازي موجود وو. دا پرانیسته په BITEC Bangna نندارتون مرکز کې ترسره شوه.

په دغو دستورو کې د ایران فرهنګي سلایار د نندارتون د پرانیستونکو چارواکو ترڅنګ حاضر ؤ او د نورو نړیوالو مېلمنو سره ئې د ایران د حلال ژوند د فرهنګي، تولیدي او صادراتي ظرفیتونو په اړه خبرې وکړې.

هغه ټینګار وکړ چې: فرهنګ، اقتصاد او معنوي ارزښتونه یو له بله جلا کېدونکي نه دي او د حلالو نړیوال نندارتونونه د بین الکلتوری خبرو، اقتصادي تعامل او د بشري اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم پلیټ فورم دی.

د ایران سټال چې نمبر یې AA-29 دی، د نندارتون یو سترسټال ګڼل کېږي او د ایران د حلال خوړو، خوراکي توکو، فرهنګي سوغاتونو، دودیزو قالیو او کلتوري توکو پراخ ډولونه ئې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د نندارتون په دوام کې د ایران کلتوري سلایار د ملایششیا، انډونیشیا، پاکستان، ترکیې، بنګله‌دېش او قطر له سفیرانو سره د حلال بازار د فرهنګي او اقتصادي ملګرتیاؤ د پراختیا، د تجربو د تبادلې او راتلونکو همکاریو په اړه بحث وکړ.

MEGA HALAL Bangkok 2025 نندارتون چې د تایلند لومړنی جامع او مستقل حلال ژوند نندارتون دی، د جولائی له ۱۶ تر ۱۸  (۲۵-۲۷ تیر ۱۴۰۴) پورې ئې دوام وکړ او په لسګونه زره کورنيړ او بهرنيو لیدونکو په درو ورځو کې ګډون وکړ.

د نندارتون تنظیموونکو وویل چې له ۵۰ هېوادونو څخه ۴۰۰-۵۰۰ شرکتونو پکې برخه واخسته چې دا شرکتونه د حلالو محصولاتو او خدماتو د  بیلابیلو صنعتونو استازي دي او له اسیا، اروپا، افریقا او مینځني ختیځ څخه بانکوک ته ورغلي  څو خپل نوښتونه، ظرفیتونه او برانډونه معرفي کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4294896

captcha