IQNA

د عراق په بابل ولایت کې د عاشورایي قرآني مجلسونو لړۍ پیل شوه

10:52 - July 27, 2025
د خبر لمبر: 3491461
ایکنا - د حضرت ابوالفضل العباس (ع) سپېڅلي آستان سره  اړوند علمي قرآني ټولګئ، د محرم د میاشتې د درناوي او د قرآني فرهنګ د دودولو په موخې سره ، د عراق د بابل ولایت په بیلابیلو سیمو کې د عاشورائي قرآني محفلونو یو لړپروګرامونه پیل کړې دي.

ایکنانیوزد الکفیل له قوله راپور راکړ، د بابل ولایت د قرآن کریم مؤسسې مدیر، سید منتظر مشایخي وویل چې د مؤسسې له خوا له مخکې  سنجول شوي پلان به اساس، دا سلسله مجلسونه تنظیم شوي. د ګډونوالو لپاره یو عصري او مجهز تالار چمتو شوی.

د ده په وینا، دا محفلونه به د اوو شپو لپاره دوام وکړي، چې په ترڅ کې به ئې د قرآني او فکري موضوعګانو اړوند بحثونه د حوزوي استادانو له خوا وړاندې شي. سربېره پردې، د امام حسین (ع) د شهادت عزادارئ، د قرآن تلاوت، او د ثوابونو د  ډالۍ بروګام د حضرت سیدالشهداء او حضرت ابوالفضل العباس (علهیم السلام) د پاکو ارواحو لپاره هم ترسره کېږي.

دا ټول فعالیتونه د محرم د میاشتې لپاره د علمي قرآني مجمع د پراخو پروګامونو یوه برخه ده، چې موخه ئې د دیني او فرهنګي پوهې لوړول دي.

https://iqna.ir/fa/news/4296233

captcha