IQNA

ګناه پيژندنه/4

په قرآن کریم کې د ګناه ځينی معناوې

6:34 - October 31, 2023
د خبر لمبر: 3488193
ایکنا-(تهران) د قرآن او د پيغمبر اکرم(ص) او آیمه معصومین علیهم السلام  په ژبې  کې په  هغومختلفو ټکو سره ګناه یاد شوي ده ، چې هره یوه ئې د ګناه له سپیرو اغیزو پرده پورته کوي او د ګناه د ډولوالي ښودنه کوي.

 هغه ټکي چې په قرآن کریم کې د ګناه  په اړه ورڅخه استفاده شوې ده ،ذنب،معصیّت، اثم ،سیئه، جرم، حرام ،خطیئه،فسق،فساد، فجور، منکر ،فاحشه ،خبث،شر،لمم وزر وثقل  او حنث په څير ټکي دي.

 په دغو ټکو کې له دې مخکې پر لسو موردونو غږیدلي یوو ،اوس هم له دغو ټکو پر ځینو نورو دسره غږیږو.

۱۱، منکر؛ په اصل کې  انکار د نابلدتیا  په معنا دی ، ځکه چې ګناه له سالم عقل اوفطرت سره غږمله او مانوس نه ده  او عقل او  سالم فطرت ،دا ځیږه  او بده ګڼي؛ دغه کلمه په قرآڼ کریم کې شپآړس ځله راغلې ده او زیاتره  دنهي او منکر په عنوان کې ،مطرح شوې ده .

۱۲  فاحشه؛  هغه خبره اوکار چې په بدوالي کې ئې هیڅ شک نشته ، فاحشه ورته وائي. په ځينو موردونو کې  د ډير بې ننګه او سپير کار  او نفرت رامینځةکونکي  په معنا کارول کیږي ،دغه ټکی په قرآڼ کریم کې ۲۴ځله راغلی دی .
۱۳  خبث؛ هر ناخوښ او ځیږ  کار ته خبیث وئيل کیږي. د ؛طیب؛ په مقابل کې یعنی د پاک او خوښ  په مقابل کې .  دغه ټکی هم په قرآن کریم کې ۱۶ ځله تکرار شوی دی .

۱۴  شَر؛ دهغر هغه ځيږوالی په معنا دی چې یو ډول خلک  ورڅخه نفرت کوي او  د؛ خیر؛ د ټکي په اپوټه ، یعني د هغه کار  په اپوټه دی چې  خلک ورسره مینه کوي.  دغه ټکی غالبا  د بلاګانو او مشکلاتو  او ښکیلیدا په باب استعمالیږي ،خو  کله کله هم د ګناه په باب هم کارول کیږي.لکه چې  د زلزال سورې په اتم آیت کې د ګناه په معنا کارول شوی دی.

۱۵ لمم؛ (د قلم پر وزن )  ګناه ته دنزدیکیدا په معنا  او د  لږو شیانو په معنا دی او په صغیره ګناهانو کې کارول کیږی او په قرآن کریم کې یو ځل کارول شوی دی.

۱۶   وزر؛  ددروندوالي په معنا دی،او زیاتره دنورو دګناهانو دو ړلو په باب کارول کیږی.؛وزیر؛ هغه څوک دی چې  د حکومت دروند کار به په اوږه یوسي، دغه ټکی هم په قرآن کریم کې ۲۶ځله کارول شوی دی.

کله  کله په قرآن کریم کې د ؛ثقل ؛ ټکی هم  چې د دروندوالي په معنا دی ، دګناه په باب کارول شوی دی، لکه څنګه چې  د عنکبوت سورې په ۱۳آیت دغه مطلب دلالت کوي.

۱۷  حنث؛ (د جنس پر وزن) په اصل کې باطل ته دګروهنې  او بازخواست په معنا  کارول شوی دی او زیاتره د تعهد ماتونونکي ګناه  او خلاف ورزۍ په  باب  له تعهد وروسته  راغلی دی . دغه ټکی په قرآن کریم کې دوه ځله کارول شوی دی.

دغه اولس ټکي  هر یو  د ګناه د سپيرو اغیزو او د ګناه د ډولوالي د ځینو برخو ښودنه کوي، او هر یو  په خاص پیغام او خبرداری سره ،انسانان دګناه له ترسره کولو منع کوي.

( دا مطلب د  مفسّر محسن قرائتي  له کتاب؛ ګناه شناسي ؛ څخه اخستل شوی دی.)

captcha