د ډيرو انسانانو لپاره داسې پيښې شوي چې ددوي د ژوند په لاره کې ځينی کسان راځي او په مکر او دوکې سره ورته ځان زړه سوانده معرفي کړي، خو بیا هم ورسره دوکه کوي او هغه له سالم ژونده غړوي .له دغه شان انسانانو سره سره ، د یوه نصیحت کونکي په توګه د قرآن کریم اهمیّت معلومیږي.
یو هغه صفت چې امیر المومنین علیه السلام د قرآن کریم لپاره په نهج البلاغې کې ذکر کړی، د قرآن کریم نصیحت کول دي،نصیحت ،یعني په لار او د ښه کار په لاره د چا لارښونه. حضرت امام علی علیه السلام فرمائي ؛ وَ اسْتَنْصِحُوهُ عَلَى أَنْفُسِكُمْ ؛ خپلو خپلوانو ته په قرآن سره نصیحت کړئ
(نهج البلاغه: خطبه 176)
یوه هغه پوښتنه چې احتمال ئې شته ددغه متن له لوستلو وروسته رامینځةشي، دا ده چې انسان قرآن کریم باید د څه شي په وړاندې نصیحت کونکي وګرځوي؟ د ( انفس؛یعنی د نفس جمع) په کلمې سره ددغې پوښتنې ځواب مشخص کیږي. په دې باب باید ووئيل شي چې د انسان نفسڅو مرحلې لري او هغه هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
پر نهج البلاغه د ابن میثم بحراني په شرحې کې د قرآڼ ناصح شوې (نصیحت کونکي)څخه مقصد د نفس آماره په وړاندې هوښیار شونه ده ؛ هغه په دوام کې وائي، دنفس آماره په وړاندې چې انسان دګناه وآخوا ته کاږی او دړه سترګې ئې د حقایقبو له لیدو پټوي، قرآن خپل لارښود او خیرغواړی وګڼي او دا ددغه سرکش نفس د ځپلو وسیله وګرځوئ او لکه څنګه چې قرآن انسان د نفس دخواهشاتو له پیروۍ منع کوي لازمه کیږي چې ددغه شان نفس د ځپلو لپاره دهغه نصیحتونه ومنل شي.