تربیت او روزل له دوولیدتوګو ارزول کیږي؛ لومړۍ برخه ئې د ا چې له فلسفی اصولو، نړۍپيژندنې ، معرفت پيژندنې له اصولو اخستل کیږي او تئوری د تعلیم و تربیّت لپاره عملی لارښونه وړاندې کوي.د مثال په توګه په نړۍ پيژندنې کې انسان داسې توانمنۍ اووړتیاوې لري چې له دوي دتعلیم اوروزنې لپاره استفاده کولیشی.یوبل مثال دا چې دافلاطون له نظره که انسان خپله آئيډیا په درو فضاؤ کې یعنی په عقلانی ،ارادي او عاطفی فضاؤ کې وویني،نوښونه او روزنه چې وړاندې کوي ئې ، باید دانسان د ودې لپاره عقلاني اړخ ولرل شي، همداراز د انسان عاطفی ودې لپاره د هنر ډولوالی ولرل شي او له بل پلوه د هوډمنو انسانانو ژوند د نورو انسانانو لباره بیلګه کړي.
د تربیت او روزنې په موضوع کې دوهمه لیدتوګه، هغه تحلیلی لیدتوګه ده چې د ځينو مفهمونو او نظریو په اساس چې په ښونې او روزنې کې دي، باید وسپړل شي، وپلټل شي او بیرته برابر شي، د مثال په توګه دتربیت دمفهوم په ارزونې کې هغه یو دوه اړخیزه بهیر(تربیت کونکی یا مربی او تربیت کیدونکی )، پوهیږو چې که وړتیاوې او نهائي هدف پکې موجودوي، په دې زمینې کې د مربی او روزونکي کار ، نهائي هدف ته د رسیدا لپاره ددغو وړتیاؤ روزل دي .
اسلام تعلیم او تربیّت ته ځانګړی پام کوي. حضرت امام خمینی د انسان او نړۍ په باب باؤري دی ،که څه هم افلاطون اوارسطو د انسانانو په وړاندې د معرفت اوپيژندګلوۍ دروازې پرانیستي دي ،خو که محمدیه حقیقت نه وائ ،نو تر ابد پورې به د انسان لپاره د معرفت دروازې بندې وې. اسلامی تربیت انسان یو تل پاتې موجو ګڼي او عبودیّت ته ئې رسوي . پر دې اساس ،په اسلامی تربیّت کې ، پاک ژوند ته رسیدل یو ډير مهم او اصلی هدف دی او دغه پاک ژوند دوام لري، هماغه شان چې له مرګه وروسته ژوند هم دوام لري.
په دغه ډول تربیت اوروزنې کې ،انسان دیوه داسې موجود په توګه دی چې باید توانمنۍ ئې ودې وکړي او احساسات ئې لورنیونې ولری څو د فیصلې کولو لپاره پیاوړی اراده ولرل شی و له دې لارې پاک ژوند ته ورسیږي. د هر یوه انسان ترڅنګ ،یو مربی لازم دی څو انسان کمال ته په رسیدا کې دهغه د لارښونې لپاره د احساساتو په مدیریّت کې مرسته وکړي.
شماره خبر 3794108