ایکنانیوز راپور راکړ، د ایران داسلامی جمهوریت دقرآن د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ مقدماتي مرحله د مرغومې یا جدې دمیاشتې په نهمه نیټه سهار د اوقافو او خیریه چارو مهر په ودانۍ کې ددغو سیالیو د قاضیانو اوتخنیکي عواملو په شتون سره پیل شوې او تر نن ناوخته پورې به دوام ولري.
ددغو سیالیو مقدماتي مرحله د سیالي کونکو د ویډیوئي فایلونود ضبط شوي غږ په بڼه ، دقاضیانو لپالره پلان شوې ده .نهائي مرحلې د نصاب حد ته رسیدونکي یا ددغو سیالیو هغه حضوری نصاب حد ته رسیدلی ګډون کونکي چې د سلواغې په وروسیتو او د کب دمیاشتې په لومړیو کې ترسره کیږي ،لاره مومي.
د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د مرکز مشر حمید مجیدي مهر ددغې مرحلې دترسره کیدا په څنډې کې ایکنانیوز ته په خبرو کې ووئيل، د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو څلویښتم پړاؤ به ددغو سیالیو د بلوغ او غوړیدا پړاؤ وي .په دینی تعلیماتو کې د ۴۰ عدد یو د پام وړ عدد دی .
په مقدماتي مرحلې کې د څه دپاسه سلو ه یوادونو استازو هرکلی کړی دی
هغه ددغه پړاؤ د جزیاتو په باب ووئيل، د مختلفو براعظمونو د څه د پاسه سلو هیواددونو د نمایندګانو د هرکلی شاهداان یوو چې د خارجه وزارت، د اسلامی ارتباطاتو اوکلتور د ادارې ،جامعةالمصطفی العالمیه اوددنیا په سویه د ځينو نورو دیني او مذهبی او قرآني مرکزونو او موسیسو په ملګرتیا سره یوځاي دی. په لومړۍ مرحلې کې د سیالیو ارزونه شوې ده چې د برلاسه کسانو د پيژندګلوۍ سبب شوې ، بیا په دې مرحلې پسې چې کابو په دوو یا درو اونیو کې ترسره شوي ، د ۶۴ هیوادونو نمایندګان مقدماتي مرحلې کې په شتون بریالي شوي دي .
د اوقافو د ادارې د قرآنی جارو دمرکز مشر روښانه کړې ده ، په دغه پړاؤ کې د مطرحو هیوادونو او د تلاؤت دلوړ کیفیّت لرونکو نمایندګانو د تاؤده هرکلی شاهدان یوو، په تیرو وختونو کې مصر یا نماینده نه معرفی کاوه او یا که معرفي ئې هم کاوه ، نو له یوړې سوئې به برخمن نه ؤ ،خو په دغه پړاؤ کې ئې ښه قاري معرفی کړی دی .عربستان هم په رسمي توګه خپل نمایندګان په پنځو برخو کې معرفي کړي دي چې هیله مند یوو ،نهائي مرحلې ته لاره ومومي .د ملایشیا، دجنوب ختیځي آسیا هیوادونو ،او د فریقا مطرحو هیوادونو په څير د نورو هیوادونو نمایندګان هم له لوړې سوئې برخمن دي.
هغه همداراز ووئيل، اروپائي هیوادونو هم ښه وده کړې ده . په دغه پړاؤ کې هغه هیوادونه نمایندګان لري ، چې په هیڅ یوه پړاؤ کې تقریبا دهغوي نامه نه وه . لکه چې ایټالیا، اسپانیا،برتګال ،فرانسې او داسې ځيني نور هیودونه او دوي به خپل نمایندګان ولري . په هغو شپو ورځو کې چې له دغو هیوادونو ځیني ورسره ښکیل دي ،ګورو د هغوي داخلی بهیرونه په لیوالتیا سره د ایران د سیالیو هرکلی کوي. حتي په هغو هیوادونو کې چې چې په دوامدار ډول د قرآن کریم نوراني او اسماني کتاب سپکاوي پکې شوي هم نمایندګان ئې په سیالیو کې شتون لري و دا یعني د هغو هیوادونو د قرآنی بهیرونو خوځندوالی او ژوندي کیدا ده او ځيني سپکې ناخوښې پيښې د یوې سیمې د خلکو د باطن ښودونکی نه دي .
مجیدی مهر دغه راز ووئيل، د سږکال سیالیو یوه بله ځانګړنه د بهرنیو قاضیانو د بلنې په ډګر کې سنت ماتول دي ،او په دې پسې یوو هغه کسان ایران ته راشي چې احتمالا ایران ته ډير کم راغلي دي او دهغو کسانو له خوا وي چې د خپل هیواد په قرآنی بهیرونو کې ئې همه نفوذ وي او اغیزشیندونکي وي. دهغوی یو مثال ددغو سیالیو کې زمونږ یو قاضي له بنګله دیش هیواد څخه به وي .دغه کس د بنګله دیش د یوه دیني اوقرآنی بهیر رهبر دی. عراقي قاضي هم د حسینی حرم د دارالقرآن مشر دی ،د الاهزر پوهنتون یوه مشهوره څيره استاد طاروطي، د مصر د قرآنیانو د اوسني نسل یو مخکښ او نفوذ لرونکی او د مصر یو معتبر شخصیّت هم بلل شوی دی .
هغه ووئيل، د یوې مصوبې په اساس، د نړیوالو سیالیو قاضي باید لږترلږه د درو ملي سیالیو داؤري کړي وي او څه دپاسه څلویښت کلونه عمر ولري..