IQNA

په مینځي ختیځ کې د قرآڼي مطالعاتو احیاءکونکی او په اوو ژبو دقرآن ژباړن

10:42 - February 18, 2024
د خبر لمبر: 3488736
ایکنا- شیخ علاءالدین منصور په مینځنۍ آسیا کې د قرآني مطالعاتو یو تر ټولو غوره  احیاءکونکی دی چې د اوسمهال ازبکي ژبې باندې د قرآن پر لومړنۍ ژباړې سربیره په ترکمني،قرقیزې، روسی،اویغوري او قره قالپاقي  شپږو نورو ژبو ئې هم د خدای د کلام ترجمه  پخپلې کارنامې کې زیاته کړې ده.

ایکنانیوز د البخاري له قوله راپور راکړ،د یو غوره څيړاند او محقق شیخ علاءالدین  منصور په مینځۍ آسیا کې دقرآڼي مطالعاتو یو ترټولو غوره احیا کونکی او په اوسمهاله ازبکي ژبې د قرآن کریم د لومړنۍ او ترټولو مهمې ترجمې خاوند دی اود خداي کلام ئې هم په ترکمني،قرقیزي ، قزاقي ،روسیي،اویغوري اوقره قالپاقي  ژبو هم ژباړلی او دغه راز ئې د حدیثو او نورو دینی علومو په معرفۍ کې  نور ډير آثار ئې هم  تالیف کړي دي.

یو غوره او مشهور ازبک مفسر او محقق شیخ علاءالدین  منصور(۱۹۵۲-۲۰۲۰) د شوروي اتحاد د قرقیزستان جمهوریت  په قره سو ښار ې په یوې مذهبی کورنۍ کې زیږیدلی ؤ.د هغه ځواني د شوروي په پړاؤ کې د کلتوري اصلاحاتو له پړاؤ سره په یووخت وه او له دې امله ئې دا چانس درلود چې څو د رامینځة شوي آزادیانو په سیوري کې خپل دینی تعلیمات زده کړي.هغه خپلې دیني زده کړې په ازبکستان کې وکړې او اسلام  علوم ئې په پیل کې  په پټه  په مرغیلان ښار کې د ازبکستان له شیخ عبدالحکیم عطا قاری المرغیلاني(۱۹۰۵-۲۰۱۱) څخه زده کړل او پر دې سربیره ، ترکمني ، قرقیزي، قزاقي  او روسیي ژبې ئې هم زده کړې.

شیخ علاءالدین منصور؛ مترجم قرآن به هفت زبان و احیاگر مطالعات قرآنی در آسیای میانه

شیخ علاءالدین منصور لومړنی کس دی چې  قرآن کریم ئې په اوسمهاله ازبکي ژبه ژباړلی دی . دغه ترجمه په هغې سیالۍ کې د مینځنۍ آسیا او قزاقستان  د مسلمانانو د مذهبی ادارې پّه وسله ترسره شوي،د قرآن کریم د ترټولو برلاسه ترجمې په توګه پيژندل شوې ده. په ازبکي ژبه د قرآن کریم  دغه ژباړه  په ۱۹۹۰-۱۹۹۱ کلونو   کې  په ؛شرق یولدوزي ، ستاره مشرق او وروسته  د کتاب په بڼه خپره شوه . دغه ژباړه  تر یو میلیون نسخو کې چاپ شوي او شیخ صیب په هر چاپ  سره  د ترجمې په متن کې  ځيني اصلاحات او نوره ترمیمات  هم کړي دي. د مینځنۍ آسیا  په هغومسلمانانو کې ددغه اثر پراخ هرکلی  چې په ازبکی ژبه خبرې وي،د شیخ علاءالدین  منصور ددغې لوئې  هڅې د اغیزشیندنې  یوه نښه ده .

 په نرکمني ژبه  د قرآن کریم  د شیخ علاءالدین منصور ژباړه په ۱۹۹۵کال کې خپره شوه چې په ترکمني ژبه د قرآن کریم لومړنۍ ژباړه حسابیږي، بیا ئې په ۱۹۹۹ کال کې په قرقیزي  ژبه هم قرآن کریم وژباړ چې  دا هم په قرقیزي ژبه د قرآن کریم لومړنۍ ترجمه  وه او په ۲۰۰۰ کال کې ۱۵ زره  نسخې خپرې کړې. شیخ صیب بیا په  ۲۰۰۳کال کې په اویغوري ژبه او په ۲۰۰۶ کال کې په قزاقستان کې هم په قزاقي ژبه قرآن کریم ترجمه او چاپ کړ. هغه همداراز د علی شیر احمد په ملګرتیا سره  د قرآن کریم په روسي ژبه هم ژباړه برابره کړه او  دغه راز ئې په قره قالپاقي  ژبه هم  چې په ازبکستان کې د ترکیې د څانګې  یوه ژبه ده ،  ترجمه  کړی دی.

شیخ علاءالدین منصور؛ مترجم قرآن به هفت زبان و احیاگر مطالعات قرآنی در آسیای میانه

د قرآن کریم دغه ژباړن  په ۲۰۰۰ کال کې  د خپل زیږنځاي په ښار قره سو کې د قرآنی مطالعاتو لپاره یو علمی مرکز تاسیس کړ او پخپله هم  هلته په امام بخاری جومات کې د جماعت امام ؤ.  پر دې سربیره د قرقیزستان په یوه خصوصي ټيلیویژنی چینل کې ئې  یو اونیز مذهبی پروګرام هم اجرا کاوه  چې د مینځنۍ آسیا  په مختلفو هیوادونو کې ئې  ډير مخاطبان درلودل.

دغه قرآني عالم په دیني حوزې کې په تیره بیا د اسلامی علومو د طلائي دوران ځينی آثار هم تالیف کړي دي. شیخ علاءالدین  منصور  له افراط پالنې څخه لیرې  د اسلام دحقیقي  کړچار او څيرې د احیاء لپاره ډيرې هلې ځلې کړي دي. شیخ صیب بلاخره په ۲۰۲۰ کال کې  دکرونائي ویروس باندې دککړیدا له امله د ازبکستان په پلازمینې تاشکند ښار کې  وفات شو .

یاد او خاطره ئې تل ژوندئ

https://iqna.ir/fa/news/4199992

captcha