
د ایکنانیوز د ډویچه ویلې له قوله راپور راکړ ، د نوي قانون له مخې مسلمانې نجونې به په آسټریا کې تر ۱۴ کلنۍ پورې په ښوونځیو کې د سکارف (روسري) د اغوستلو اجازه ونه لري. د دې قانون اړوند تعدیل د آستریا په پارلیمان کې تصویب شوی دی
دا قانون به له ۲۰۲۶/ ۲۰۲۷ تعلیمي کال څخه عملي شي.
د اسټریا د کورنۍ او ادغام وزیرې، کلوډیا پلاکولم، د پارلیمان په غونډې کې دا پرېکړه د نجونو د ساتنې په لور یو تاریخي ګام وباله او ټینګار ئې وکړ چې روسري یا سکارف یوازې یو بېضرره ټوکر نه دی.
هغې د دې اقدام د توجیه لپاره وویل چې په آسټریا کې هېڅ جینئ باید د خپل بدن د پټولو د اړتیا له احساس سره لویه نه شي.
دا بندیز په ځانګړي ډول هغه سکارف او روسري ته اشاره کوي چې د اسلامي دودونو له مخې سر پَټوي، او دا موضوع په قانوني متن کې په څرګنده توګه یاده شوې ده.
د نیول شویو پرېکړو له مخې، د پوهاوي پړاو به د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له پیل څخه شروع شي، څو ښوونځي د نوو مقرراتو لپاره چمتو شي.
که چېرې ددغه پلان خلاف ورزي وشي، ن ود ښوونځي اداره باید لومړی له یادې نجلۍ او د هغې له والدینو سره ناسته وکړي. که ماشومه بیا هم د سکارف یا روسرئ اغوستلو ته دوام ورکړي، نو مور پلار ئې باید د ښوونځي له اړوند مسئول سره خبرې وکړي. په وروستي پړاو کې کېدای شي له ۱۵۰ څخه تر ۸۰۰ یورو پورې جریمه ولګول شي.
دا تعدیل د واکمنو ګوندونو په رایو تصویب شو، چې پکې د اتریش د خلکو ګوند (ÖVP)، سوشل ډیموکراتان (SPÖ) او لیبرال ګوند NEOS شامل دي. همدارنګه، مخالف ښيپاله پوپولیست ګوند، د ازادۍ ګوند (FPÖ)، هم له دې اقدامه ملاتړ وکړ. د شنو ګوند په اصل کې د حجاب له بندیز سره مخالفت نه لري، خو د وړاندیز شوي قانون پر وړاندې یې ځکه منفي رایه ورکړه چې دا ئې د اساسي قانون خلاف وباله.
د اتریش اوسنی حکومت استدلال کوي چې د دې قانون موخه د جنسیتي ظلم مخنیوی دی.
د اتریش اسلامي دیني ټولنې (IGGÖ) دا وړاندیز وغنده او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول اقدامات مسلمانان د ټولیز شک لاندې راولي.
https://iqna.ir/fa/news/4322435