
ایکنانیوزد علوي آستان د وېبسایټ په حواله راپور راکوي، دا سپېڅلی حرم د «عفاف» د اتلس کلني جشنوارې په چوکاټ کې، چې د حضرت فاطمة الزهرا (س) د نېکمرغه میلاد په مناسبت ترسره کېږي، د دې قرآني محفل کوربه و. د دې محفل پروګرامونه د علوي آستان د فکري او کلتوري چارو له څانګې پورې تړلي دارالقرآن له لوري تنظیم او پلي شول.
د علوي آستان د دارالقرآن د څانګې مسئول، علاء محسن، وویل: دا مراسم د وتلو قاریانو لکه جلال البهادلي او علاء الکربلایي په ګډون، او همدارنګه د اهلبیتو (ع) د مداحانو له ډلې تقی شکري په شتون کې ترسره شول. په دې پروګرام کې بېلابېل فعالیتونه شامل وو، لکه د علوي آستان د تولیت لهخوا پر زیارتوالو د ډالیو او جایزو وېشل.
د یادونې وړ ده چې د «عفاف» کلنۍ جشنواره هر کال د یوې اوونۍ لپاره په نجف اشرف کې ترسره کېږي.
دا جشنواره د بېلابېلو ولسی ډلو ټپلو په ګډون سره جوړېږي او د ښځو لپاره ځانګړي فعالیتونه، کلتوري او ټولنیز پروګرامونه، او د ماشومانو لپاره ځانګړي پروګرامونه د دې سترې غونډې مهمې برخې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4322125