IQNA

د مسجد الحرام د خطبو په رسندوئي سنسر د ټولنیزو چینلونو د کارؤنکو سخت اعتراضونه

13:11 - December 13, 2025
د خبر لمبر: 3492151
د مسجدالحرام د جمعې د لمانځه د خطبې هغه برخې چې د غزې په اړه وه،د سعودي عربستان د ټيلیوژني  چینلونون له‌خوا سانسور شوې،چې له امله ئې د  ټولنیزو چینلونو د کاروونکو پراخې نیوکې راوپارولي دي.

 ایکنانیوزنیوز د االجزیره  له قوله راپور  راکړی چې د سعودي عربستان د الاخباریه  ټيلیویژني چینل د مسجدالحرام د خطیب، شیخ صالح بن حمید،د جمعې د خطبې یوه مهمه برخه حذف کړې ده.

په دې خطبې کې شیخ صالح بن حمید د فلسطینيو ماشومانو د بیلګه ګرځولو غوښتنه کړې وه، څو ځوانان   له هغوی څخه د اتلولۍ او زړورتیا درس  اخستلی شي، په تیره بیا د وحشي صهیونیسټي دښمن پر وړاندې د مقابلې په برخې کې. دغه چینل یوازې هغه برخه ساتلې وه چې بن حمید پکې د نیواکګرو پر وړاندې د فلسطیني ولس د بریا لپاره دعا کړې وه.

هغه په خپلې خطبې کې، چې د ځوان نسل پر روزنې او د انساني ارزښتونو او زړورتیا پر زده‌کړې متمرکزه وه، د نړۍ مسلمانانو ته وویل: فلسطیني ماشومان د نېکۍ په برخې کې خپله بیلګه وګرځوئ، څو ستاسو اولادونه له هغوی څخه سړیتوب، مېړانه او د ظالم صهیونیسټي دښمن پر وړاندې اتلولي زده کړی شي.

شیخ بن حمید وویل چې فلسطیني ماشومان په عمل کې رښتيني سړي دي؛ هغوی له ظالم او وحشي صهیونیسټي دښمن سره په مخامخ جګړې کې ودرېدل، د هغه له سترو  او ماډرون  او وژونکو وسلو ونه وېرېدل، په مېړانه ئې مقاومت وکړ او د تسلیمۍ سپکاوی او ننگ ئې ونه مانه

 نوموړي ټینګار وکړ چې فلسطین او قدس به د تل لپاره د عزتمندو او سرلوړو عربو او مسلمانانو په زړونو کې پاتې وي.

د دغې خطبې د دې برخې سانسور په عربي هېوادونو کې په  سوشل میډیا او درستو ټولنیزو چینلونو کې پراخ غبرګونونه راوپارول. د ټولنیزو چینلونو کاروونکو د سعودي ټيلیوژني  چینلونو  دغه اقدام په کلکه  غندلی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4322514

captcha