IQNA

د نجات ورکوونکې ټولنې لپاره د قرآن عظیم الشان اوڅاره ځيړی

23:01 - March 02, 2024
د خبر لمبر: 3488810
ایکنا- قرآن کریم ځیری ورکوي چې یوه داسې زمان ه راتلونکي ده چې اسلام په درست جهان کې واکمن کیږي او مسلمانان له کومې ویرې او ترهې پرته خپل دیني شعار په ځاي راوړي. یوه داسې ولولناکه وعده چې تراوسه پورې پوره شوې نه ده.
د نجات ورکوونکې ټولنې لپاره د قرآن عظیم الشان اوڅاره ځيړی

قرآن کریم د مومنانو او صالحانو حکومت او جانشیني د الهي وعدې په توګه خپلو ایماندارو بندګانو ته بیانوي او د امنیت او آرامښت ځيری ورکوي.  وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا ۚ يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا ۚ وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ» (نور: 55).

دغه آیت وعده ورکوي صالح عمل لرونکي مومنان یوه داسې ټولنه جوړوي چې څو ځانګړنې لري؛ اول . پر مځّکې د هغوي استخلاف د تیرو امتونو او پیشتیان د استخلاف په څیر یعني د دوي صالحه ټولنه مځکه داسې په میراث کې اخلي  چ ې تیر ملتونه  د قورتاو شوکت خاوندان وو، حکومت ته رسیږي.د قائم دغه استخلاف  د ددوی صالحې ټولنې ته دی او  ټاکلو کسانو ته نه ، نه ټول ملت او نه هم د امت کوم خاص کسان. دا هغه کسان دي چې د؛اَلَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَ عَمِلُوا اَلصّالِحاتِ» دي.

دوهم ؛په مځکې کې د دوي د مرضۍ ددین تمکین دی . دددوي خوښ دین په قدرت سره باقي پاتې کیږي، داسې چې په اصولو کې د دوي اختلاف  او په فروعو په عمل کې د دوي لټي ، ددوي دین لړزانه نه کوي او په دوي کې نفاق  نه راځي  دغه دین په داسې شرائطو کې نه دی چې مسلمانان درې اویا فرقې شی او هره فرقه بله فرقه کافر وګڼي  او حتی  ځینی د نورو  وینه توَیل پاکه او مباح وګڼي  او دهغوي مال او وسایل حلال وګڼي.دریم ؛ د ویرې اوډار په امنیت بدلیدا ده. یعني امنیت د دوي پر اجتماع داسې سیوري غوړوي،چې پر دین نه داخلي دښمنان او نه هم دنیوي دښمنان ویرولی شي،نه د خپلې دنیا له دښمنانو او نه هم څرګندواو پټو دښمنانو ویره لري.

په ټول کې ددغه شان ټولنې په باب درې وعدې دي.استخلاف او پر مځکې حکومت،تمکین او په هرځاي کې د دین د ریښود خوریدا او د ناکراریو د ټولو سببونو له مینځه تلل.دغه ولولناکه ژمنه چې درې ځله په ؛لام قسم او پر نورن ټینګار شوی دي،تراوسه پورې ئې تحقق نه دی موندلی.څه وخت  ایماندار او غوره کسانو په اقتدار سره ،پهدرستې دنیا کې خپل عدل او انصاف سره حکومت رامینځةکړئ شو او د آزادۍ په په کمال کې  او له کومې ویرې او ترهې پرته ئې د ژوند په مختلفو ډګرونو کې  عادلانه مقررات پلي کړئ شول؟ . مجبورا که دغه قرآنی ځيری کوم مصداق پیدا کړي ، نو د ژغورونکي په زمانې کې به وي ، داسې پرله پسې خبرونه چې د خدای له رسول (ص) څخه هم وارد شوي دي ، ددغه شان تولنې د رامینځةکیدا خبر ورکوي  

captcha