IQNA

په قرآن کریم کې د حسادت ارزونه څرنګه شوې ده؟

13:37 - March 05, 2024
د خبر لمبر: 3488825
ایکنا- حسادت  او حسد یو اخلاقي رذالت دی او د نورو د  شته ؤ  او نعمتونو  د له مینځه تلو  دهیلې په معنا دی او هغه لومړنۍ اخلاقي ځانګړنه چې  د حضرت آدم (ع) له پنځیدا وروسته  د وروروژلې او دینې بهولو  لامل شوه ، همدغه حسادت ؤ.

  حسادت یو هغه لومړنی اخلاقی فساد دی چې د آدم بچیان پر مځکه ورباندې ککړ شول.حسادت  په عام تعریف کې یعني   یعنی انسان په هغه نعمت چې خداوندمتعال ئې نورو ته ورکوي، خپه کیږي.،حسد کونکی انسان د حسادت په ترټولو تيټې مرحلې کې دا هیله  لري ،چې هغه نعمت له مینځه لاړ شي او د هغه نعمت د له مینځه وړلو لپار په ترټولو لوړې مرحلې کې هڅه کوي.

حسادت په قرآن کریم کې د هابیل او قابیل د کیسې،د حضرت یوسف او د هغه دوروڼو د داستان او همداراز د پیغمبر اکرم(ص) د نیوت له مقام سره دحسادت پشمول په مختلفو چوکاټونو کې مطرح شوی دی.  قرآن کریم په فلق سورې کې په دنیا کې د  فساد او تخریب یوه سرچینه معرفي کوی او پیغمبر اکرم (ص) ته  امر کوي، چې د حسد کونکو له شره ،خداوند متعال ته پناه یوسه ؛وَ مِنْ شَرِّ حاسِدٍ إِذا حَسَد؛ ؛  او (پناه وړم) د هر حسد کونکی له شره کله چې حسد کوي::

د حسد لومړنی روایت ، د خپل ورور هابیل په باب د قابیل حسادت ؤ . هغه هم ددې لپاره چې خدای تعالی  دهابیل قرباني قبوله کړه، خو دهغه قرباني ئې ونه منله او دا موضوع  د هغه د خپل ورور د وژلو لپاره یوه پلمه ااو انګیزه شوه ؛و اتل نبأ ابنی آدم بالحقّ اذا قرّباً قرباناً» (سوره مائده،آیه 27)

د نساء سورې په ۵۱ آيت کې  راغلي دي ، چې ځيني یهودیانو  د مکې د بت پرستو د توجه د جلبولو په خاطر ګواهي ورکړه چې  د قریشو بت پرستي د مسلمانانو له خداي پرستۍ لا ښه ده.په ۵۴آیت کې ، د دوی قضاؤت بې ارزښته بلل شو یدی ،ځکه  ددوي نظر  د پیغمبر اکرم سره  له حسادته سرچینه اخلي؛

أَمْ یحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَیٰ مَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ۖ فَقَدْ آتَینَا آلَ إِبْرَاهِیمَ الْکِتَابَ وَالْحِکْمَةَ وَآتَینَاهُمْ مُلْکًا عَظِیمًا» (نساء: 54).

 په هغو ډيرو روایتونو کې چې د اهل تسنن او اهل تشیَع په سرچنو  کې راغلي دي، او په دغه آیت کې د ؛آل ابراهیم ؛ له کلمې اخستون کیږي، چې  پيغمبر اکرم(ص) او دهغه کورنۍ سره  حسادت  او کینه شوې ده .قرآن کریم فرمائي؛ چې د دوي ناسم قضاؤتونه  د هغه له حسادته سرچینه اخلي. او په همدې دلیل بې ارزښته دي،دوي د کفران نعمت  او ظلم او ستم له امله ،  د نبوت مقام او حکومت له لاسه ورکړی دی او په همدې   وجه  ګروهمن نه دي ،دغه الهي موقعیّت  د بل هیچا  ته وسپارل شي، اونو ځکه د اسلام د ګران پیغمبر په نسبت  او دهغه دکورنۍ په نسبت  چې  په الهي موهبت کې راځي ، حسد  کوي او  په دغه شان بې اساسه قضاؤتونو سره غواړي،دخپل حسد د اور په لمبو تر یوه حده اوبه واچوي.

 آیت  د یهودیانو د حسادت د له مینځه وړلو لپاره هغه نعمتونه چې آل ابراهیم ته ئې  ورکړی دی ،شمیري  او د ا چې یهودیانو دا د آل ابراهیم  په باب  منلي دي ، خو ولې  ئې د دوی  په هکله نه مني.. د آیت په اساس، کتاب،حکمت او مُلک عظیم   ئې آل ابراهیم ته ورکړی دی.

حسادت یوه هغه ګناه ده،کله چې یو انسان ورباندې ککړیږي، نو یوازې د حسادت په حد کې نه پاتیکیږي،بلکې  دنورو ګناهانو سریزې هم برابروي. حسد کونکی کس د نورو په اړه بد ګمانونه کوي  او بد رد وائي ، دښمني کوي او هر داسې کار کوي،څو هغه نعمت چې بل کس ئې لري، له مینځّه لاړ شي.په همدې دلیل  دحضرت امام علی علیه السلام څخه په یوه روایت کې  حسادت د صفات رذیله سرچینه معرفي شوې ده . د حسد د تاوانونو په باب تفکر ، دعقل  پياوړتیا او د  ایمان پیاوړتیا او د خداوندمتعال حکمتونو ته توجه کول، د حسد  د ناروغۍ د درملنې لپاره  د اخلاقو د علم د پوهانو  عملی او علمي لارې چارې  دي.

captcha