له بل پلوه د هغو کسانو ل وجود پرته په ټولنې کې د نظم ټينګیدا چې د اجتماعی او شخصي حقوقو او قوانینو د اجرا دفاع کوي، ممکنه نه ده له د ېامله اسلام هم خاص قوانین وړاندې کوي او هم دقانون د اجرا کونکو لپاره شرائطو ته قایل دی او ددغو شرائطو درلودل په ځينو موردونو کې د انسان په لاس کې نه دي.
د نظم یوه ځلا ، ژمنتیاؤ ته وفا ده،ځکه چې په نظم په رعایتو لو او سمې پلانونې سره ، د ژمنتیا ؤ رعایتولو او وعدې ته د وفادارۍ امکان برابروي. قرآن کریم په مومنون سورې کې فرمائي ؛ وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ»(مؤمنون: 8). له پیغمبر اکرم (ص) څخه نقل شوي دي، څوک چې عهد او تړون نه لري، هغه دین نه لري.::: له دې امله په روایتونو کې ټينګا ر شوی دی چې د ایمان د امتحان او د نورو ژمنتیا لپاره، دهغوي د ډيرو لمانځو ادا کولو او روژو ساتلو ته مه ګورئ ،ځکه په دې عادت شوي دی او که دا پریږدي ، نو بیا ویریږی،بلکې دهغوي په صداقت او امانتدارۍ فکر وکړئ.
پیغمبر اکرم(ص) د خپل مبارک عمر په ترټولو وروستیو شیبو کې حضرت امام علی علیه السلام ته ئې فرمائيلي ديۍ؛ امانت خپل مالک ته وګرځوه، هغه که نیک وي او که ګناهګار ارزښتمند وي او که بې ارزښته .که څه هم ډير لږ شی او تار وي ،یا اوبتل شوی ټوکر یا قالي::: پیغمبر اکرم (ص) حتی د عهد وفا پر جزیاتو ډير دقت کاوه . نقل شوي دی یوه ورځ هغه بزرګوار یوه کس سره وعده وکړه چې د غره په لمن کې یا په سومڅې کې دهغه په انتظار کې شي، او وې وئيل، زه همدلته پاتیکیږم څو ته بیرته راشې ؛نو د لمر هغه تودوخه پر رسول الله (ص) ډيره سخته شوه ،د هغه بزرګوار اصحابو ووئيل، ؛ یا رسول الله(ص) نو څه کیږي، که سیوري ته لاړ شو . دخداي پاک رسول (ص) وفرمائيل؛زمونږ د وعدې ځاي همدغه دی او هغه دی چې جدا شوی دی.