IQNA

په قازان میوزیم کې د تاریخي قرآنی نسخو ننداره(انځوریز راپور)

14:23 - May 27, 2024
د خبر لمبر: 3489282
ایکنا – د جمهوری تاتارستان په پلازمینې کې کې په واقع قازان میوزیم کې د اسلامی آثارو او تاریخي قرآنی نسخو یو ه ټولګه نندارې ته وړاندې شوې ده.

ایکنانیوز د المصری الیوم له قوله راپور راکوي،په تاتارستان جمهوریت کې واقع په قازان میوزیم کې د تاریخي قرآنونو د نسخو او اسلامی آثارو یوه ټولګه نندارې ته وړاندې شوې ده .  په دغه میوزیم کې د لومړی نړیوال جنګ او تزاري روسیې   د پړاؤ پر تاریخي آثارو سربیره،د قرآن د خطي نسخو یوه ټولګه هم ساتل کیږي. په هغو نادرو خطي مصحفو کې  چې په دغه میوزیم کې ساتل کیږی، په غبار خط سره یو مصحف دی چې یوازې په دوربین سره  لوستل کیدلی شي.

دغه میوزیم  په ولګا سیمې ې:  یو ترټولو تاریخي او کلتوری لوی میوزیم حسابیږي او  د تاتارستان  دمشهور مجموعه لرونکي او لرغون پيژاند آندره لیخاچف خصوصي ټولګه پکې شامله ده . پر دې  سربیره په دغه میوزیم کې د تاتار ددینی او کلتوري مهشورو شخصیّتونو د آرشیو ترڅنګ  د قومونو د تاریخ لیکنې ځانګړي ټولګه، د سکې پيژندنې ټولګه، د خطي او چاپي کتابونو ټولګه او د ګران بیّه مکتوبو آثارو ټولګه  هم موجودې دي.

دغه میوزیم په قازان ښار کې  دتاتاریانو په پخوانۍ کوڅې کې واقع دی. قازان، په روسیې کې د مسلمانانو یو ترټولو مهم مرکز دی او په اسلامی نړۍ کې یو لومړنی مرکز دی چې په کې قرآن کریم چاپ شوی دی. دغه قرآن چې ؛ د قازان مصحف ؛نومیږي، یو هغه ترټولو پخوانی قرآن دی چې په سنګي چاپ رودې څخه په استفادې سره منظم شوی  او د قازان  ښار د عالمانو او صنعتکارانو دهڅې  نتیجه ده چې  د نولسمې پيړۍ په پیل کې په ۱۸۰۳ کال چې چاپ شوی  دی. دغه مصحف د قازان په ځانګړی نسخ خط سره او  په دوو برخو یعني په واړې اولوئې برخو کې چاپ شوی دی. اوس ددغه مصحف په ګوته شمیر څو نسخې باقي پاتې دي چې  یوه ئې په قازان میوزیم کې ساتل کیږي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4218237

captcha