IQNA

؛کولا فلسطین؛ برلین ته ورسید

11:09 - November 18, 2024
د خبر لمبر: 3490177
ایکنا – د جرمنی د برلین د  میټه برلین سیمې دالیګ‌‌ذنډرپلاټس په میټرو تمځاي کې  دخپل ډرنک او څښونو شیانو په فریج کې د فلسطین په  طرحو سره  د شربت یا نوشابې خرڅولو ته مخه کړې او  د میټرو  په  U۵ کرښې تمځاي کې هغه کسان چې د میټرو ریل  په انتظار کې دي، د یوه کولا په څښلو سره ساعت تیر کړي، البته نه په کوکا کولا څښلو سره ،بلکې په ؛کولا فلسطین   یا دغزې د مالټو د شربتو په څښلو سره  هغه هم کافیئن پرته :

 ایکنانیوز د ملتونو د فرهنګ او ټونلې دتحلیلي ویب پاڼې له قوله  راپور راکوي، د برلین الیګ‌ذنډر سیمه  مودې کیږي چې  په مختلفو رودو سره  د اعتراضونو د ښودلو ځای دی او  دبرلین یو تاؤتریخوالي ډک او اړئ ګړئ پيښدونکی ځای  حسابیږي. په جرمني کې د فلسطین او غزې د ملاتړو لپاره دمحدودیّت له رامینځةکیدا ورسوته  اوس یو نان فروش د میټه برلین د الیګذنډر پلاتس په میټرو تمځاي کې د شربتو پخپل فریج کې  د فلسطین په طرحو سره  د شربتو پلورلو ته مخه کړې ده او د میټرو تمځاي کې د U۵ کرښې  په پلیټ فارم کې هغه کسان چې د میټرو د ریل ګاډي په انتظار کې دي، دیوه کولا په څښلو سره ساعت تیر کړي ،البته  دکوکا کولا په څښلو سره نه ،بلکې دکولافلسطین  یا له کافیئن پرته دغزې دمالټو د شربت په څښلو سره . دغه کولا   د فلسطین  او د غزې تړانګې دخلکوملاتړی دی، له یوې مودې مخکې راهسې په آنلاین بڼه  د اخستو وړ  ؤ او اوس په فیزیکي پلورنځایونو کې هم شته دي.
د سویډ دمالمو اوسیدونکي درې بریالي ټيکداران او فلسطیني توکمه درې وروڼه ،حسین،محمد او احمد حسن ، شپږ میاشتې  مخکې د پیپسې او کوکاکولا  په ځاي د یو بل ډرنک  دتولیدولو فیصله وکړه. ددوي برنډ په اجتماعي چینلونو کې په میلیونونو  کتونکي لري او هغوشرکتونو ته ئې توجه جلب کړې ده چې  په خپلو بازارونو کې ددغو شربتو او ډرنک  په وړاندې کولو پسې دي. دغه فلسطنی- سویډی کولا تودلیدونکی د خپلو کوکا کولا او پيپسي  ډرنک په ځای د نورو ډرنکس په پلورلو کې ډيره زیاته وده کړې ده، ځکه  مصرفونکو له اسرائيلو سره ددغو امریکائي برنډونو  داړیکو په دلیل  دا بایکاټ کړي دي.

؛کولا فلسطین؛ برلین ته ورسید
دوي   ورځپاڼې ته وئيليدي چې په مشکل سره  ډيرو زیاتوغوښتنو ته ځواب ورکولی شي، ځکه په اروپا کې ځینی ریستورانونو د امریکا له مطرحو  برنډونو واټن اخستی دی.په تیرو کابودوو میاشتو کې  ددغو ډرنکس خرڅیدل  کابو څلور میلیون قوطیو یا بوتلو ته رسیدلی دی .دغه ډرنکس ډبیو باندې د زیتون د څانګو او د فلسطین کوفیې د طرحې پشمول د فلسطین په تاریخي سمبولونو سره ښکلي شوي دي. او د ؛آزادي د ټولو لپاره ؛ عبارت ورباندې لیکل شوی دی چې  د موسسانو پیغام نندارې ته وړاندې کوي. له مذهب اړو توکم ورتیر ، ټول د آزادۍ حق لري. ددغو وروڼو موخه  د فلسطین په باب دپوهیدا زیاتیدااو  له هغو خیریه  موسیسو ملاتړ دی چې په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې کې  دنښتو او او بمباریو له امله له اغیزمنو خلکو سره مرستې کوي.  د حسن کورنۍ نیّت لری و په سویډ کې  ؛صفد ؛ نومې  فاؤنډیشن تاسیس کړي څو   د شرکت دتولیداتو عایدات غونډ او د فلسطین پروژو ته ئې مخصوص کړي.ددغه بنیاداو د فلسطین د ډرنکس  مادر شرکت ؛؛ خپله  د ؛ صفد فوډ (Safad Food) نامه د  فلسطین پهجلیل کې د طبریه جهیل  په شمالکې  له یوه ښار څخه اخستې ده. داسې ځاي چې د حسن کورنۍ  نیکه او ترونه په ۱۹۴۸کال کې  له هغه ځایه ویستل  شوي او بیا لبنان ته جلاوطن شوي اوله هغه ځایه  ئې هم سویډ ته مهاجرت  کړی دی.
د نړۍ په سویه د فلسطین په طرحو سره ډرنکس سره دلچسپي  مخ په زیاتیدا ده آو  څه دپاسه سلشرکتونه  په آسټریلیا،آسیا،کینیډا،امریکا،شمالی افریقا،مینځني ختیځ  او اروپا کې  ئې په ویشلو پسې  دی.دوي وائي پروګرام لرو چې  له اروپا څخه بهر ته هم پراخیتا پيدا کړو او لومړنی ګام به د امریکا اوکینیډا بازارونه وي.

؛کولا فلسطین؛ برلین ته ورسید
https://iqna.ir/fa/news/4248548
 

captcha