IQNA

نوي نسل ته د قرآني مفاهم مناسبې منتقلیدا لپاره د هالینډ د یوه متفکر هڅه

11:05 - December 19, 2024
د خبر لمبر: 3490334
ایکنا – د هالینډ  اسلام ته یو ګروهمن  لیکوال او متفکر عبدالواحد فن بومل  هڅه کويڅو قرآنی مفاهیم  د ورځې په ژبه  ددغه هیواد  نوی نسل ته ورزده کړي.

ایکنانیوز راپور راکړی،  هالینډ ته د اسلام د واریدیدا مخینه  شپاړسمې میلادي پیړۍ ته ورګرځي ، هغه مهال چې یو شمیر کم ایراني اوترکیه یی تاجرانو  ددغه هیواد په بندري ښارونو کې هستوګن کیدا پیل کړه. له هستوګنې وروسته سوکه سوکه  مسلمانانو په  امسټرډم کې د اولسمې پیړۍ په پيل کې د لومړي ځل لپاره  جوماتونه جوړل کړل.  په ورپسې پيړیو کې  هالینډ د جنوب ختیځي آسیا له هیوادونو څخه د مسلمانانو خوارو وارو مهاجرتونو شاهد ؤ.

نن سبا  ددغه هیواد زیاتره مسلمان نفوس  د مرکش او ترک توکمه  مهاجرین دي . اسلام  په مسحیّت پسې د هالینډ دوهم لوي دین  دی او  د ۲۰۱۸ کال د  احصایو په اساس ، ددغه هیواد د آبادۍ پنځه فیصدي برخه مسلمانان دي.د هالینډ د مسلمانانو اکثریّت اهل سنت دي او لازیات ئې ددغه هیواد په څلورو سترو ښارونو ،امسټرډم ،ورترډم ،هیګ او اورخت کې ژوند کوي.

اوس هالینډ څه دپاسه ۴۰۰ فعال جوماتونه لري، چې  په هغو کې کابو دوه سوه د ترک توکمو دي ، ۱۴۰ نور دمراکش والو په اختیار کې دي او ۵۰ نور هم د سومالیاوالو له خوا اداره کیږي ، لس نور جوماتونه هم د هالینډ دنورو مسلمانو ملیّتونو او قومونو په اختیار کې دی. په هالینډ کې اهل تشیّع هم  په وروستۍ نیمې پيړۍ کې د پام وړ وده کړې ده او ددغه مذهب پیروکار هم په ترتیب سره د ایران ،عراق او افغانستان ښاریز دي.

فن بومل

 دهالینډ دمسلمانانو آبادۍ په زیاتیدا سره ، ددغه هیواد د خلو په ژبه د قرآن کریم ترجمې ته اړتیا احساس شوه. په هالینډي ژبه د چاپ شوي قرآن  لومړنی ترجمه  د ؛عربی قرآن؛ په عنوان سره په ۱۶۴۱میلادي کال کې چاپ شوه ، چې د سالمن شوایګر اثر دی.

د هالینډ اوسمهاله یو مسلمان فعال  چې د اسلامی آثارو د ترجمې په زمینې کې فعاله دی ، عبدالواحد فن بومل دی . د هغه  اصلی نامه  ووتر وان بومل وه ،خو د اسلام له منلو وروسته ئې نامه په عبدالواحد  بدله کړه. هغه  چې له ۱۹۷۰ لسزې څخه  په هالینډ کې یوه مطرح  مسلمانه څيره ده ، په ۱۹۴۴ کال کې په امسټرډم کې له یوه کاتولیک پلار او پروټيسټ مسیحي مور څخه پيدا شوی دی.

له ۱۹۶۷ کاله تر ۱۹۷۱ کال پورې په مودې کې  د اسلام دین ته دګروهمنیدا لپاره د هغه فیصلې ،هغه په استانبول کې ددغه دین د معنا  او د قرآن د مطالعې  او له اسلامی الهیاتو څخه خبریدا او د تفسیر مطالعې  لټون ته مخه کړه. هغه همداراز دلته د قرآن د درک لپاره د عربی صرف ونحو، قه ،عقاید ،کلام او اصول هم مطالعه کړل.

 دهغه معنوی سفر یو غیر عادی سفر ؤ. هغه  پخپلې یوې لیکنې کې دې موضوع ته اشاره کوي ، چې موسیقي  یو  هغه مورد ؤ چې  هغه ئې  داسلام په لور وکاږه. د اسلام د پيژندنې په لور دهغه سفر ، د هغه لپاره لاره هواره کړه او څو د جلال الدین رومي په څير د لویانو صوفیانه تعلیماتو سره  لازیات بلد شي او په ۲۰۱۳ کال کې ئې د مولانا   مثنوي  څخه  یوه ژباړه خپره کړه.

فن بومل

هالینډ ته له بیرته ستنیدا وروسته، فن بومل د فریده په نامې سره یوې انډونیشیائي میرمنې سره واده وکړ او  دهالینډ په لویدیځ کې  په بیت الرحمن ریدرکرک  جومات کې  فعاله شو.  له ۱۹۹۲ کال څخه  فن بومل همداراز  په هیک کې د بکلام  مسلمانانو د اطلاع رسونې  د مرکز  د جماعت امام  او د هالینډ دمسلمانانو د ریډیو او ټیلیویژنی ادارې عمومی مدیر شو.

هغه د جماعت پر امامت او وعظ ترسره کولو سربیره، د روترډم  اسلامی پوهنتون استاد  دی چې  په هغو پړاؤتو کې ئې  داسلامی معنویّت سره اړونده تعلیمات تدریس کوي. هغه د کتاب له مطالعې سرهډيره دلچسپي لري، په مختلفو موضوعګانو کې ډير کتابونه لوستلي  دي او دغه راز  په نوو ځایونو کې او له نوو خلکو سره له لیدو کتو هم  ډیر خوند اخلي  پر دغو دلچسپیو  اولیکنو سربیره  هغه د ترجمې ،اسلام ، ټوکې ټکالو ، په اسلام کې د میرمنې د رول  او د بډایه تصوّف په څیر په نورو موضوعګانو کې هم ډيرې لیکنې کړي دي.

هغه په ۲۰۱۷ کال کې د    «De Koran: uitleg voor kinderen» کتاب ؛ د ماشومانو لپاره د قرآن تفسیر لومړي ځل لپاره  په هالینډي ژبه خپور  کړ . ددغې ټولګې دوهم جلد په ۲۰۲۰ کال کې او دریم جلد ئې هم په ۲۰۲۴ کال کې خپور شو. دغه پروژه  د الوالعزم پیغمبرانو(حضرت نوح، حضر ابراهیم،حضرت موسی، حضرت عیسی او حضرت محمدص) پر کیسو  په متمرکز  کیدا سره د  قرآن له آیتونو څخه په تفسیر سره د  د هر یوه پیغمبر پر ژوند رڼا اچوي.

فن بومل

فن بومل وائي ،قرآڼ څو ک ترجمه کولی نشي ، مونږ له قرآن سره نزدې کیدلی شو ،خو تحت اللفظي ترجمه ئې  هیڅکله هم نشي کیدلی ، حتی ذ قرأن د قرائت   اصلی تجروبې ته هم نشی نزدیکیدلی . د قرآنی استعارو ترجمه کول تقریبا ناممکن دي . په جوماتکې د قرآن تلاؤت یا حتی د قرآن ساده لوستل د آوریدونکو احساسات چې حتی په عربی ژبه هم نه پوهیږي، بیا ئې هم   راپریږي. دا یوه اغیزشیندونکي او مسخر کونکي تجروبه ده.  

فن بومل  وائي چې له ماشومانو سره د رابطې د رامینځةکولو لپاره باید دوي ونه ویرول شي، قرآن کریم  د مسلمانانو دالهام سرچینه او یو داسې لارښونکی کتاب دی چې ښئ مسلمانان باید څرنګه چلند وکړي . هغه وائي  چې  په لویدیځ کې مسلمان  ماشومان په کولي توګه باید  له مختلفو شیانو سره  لاس اوپنجه شي ، داسې شیان چې په ښونځي کې ئې تجروبه کوي یا هغه څه چې په واټونو کې  ئې ویني ، کله کله هم له هغه څه سره چې  له مورپلار  یا له خپلو معلمانو  ئې په جومات کې آوري،  سره فرق کوي. دغه آسماني کتاب ددغو توپیرونو او مسئلو به باب  دبحث لپاره ډیرې طریقې او آوزارونه د دوي په  اختیار کې ورکوي ، نو باید له قرآن کریم سره خپل ماشومان بلد کړو او د دوي په پوهولو کې له قرانی رودو او تعلیماتو کار واخلو څو په سمه قرآني لاره روان شي او د  خپل او دخپلې ټولنې راتلونکی وټاکي او نورو ته ئې  هم ورزده کړي. 

په عین حال کې فن بومل په دې اند دی چې  په هالینډي ژبه  له عربی د قران د متن هره ترجمه  باید روښانه او آسانه وي ، متن باید  د اوسمهال  له هغه زمان او مکان  په زمینې کې پوهونکی وي چې  له پیړیو پیړیو راهسې  او اوږدې جغرافیايی فاصلو څخه تیر شوی دی. باید  د قرآني سورو یوازینۍ کلمې په هالینډ کې د یویشتمې پيړۍ د ماشومانو لپاره یوازې معنادارې نشي ، بلکې د پیغمبر اکرم (ص) د ژوند تاریخ  او د  له هغه بزرګواره دم خکې پیغمبرانو ژوند هم باید دوی ته وروپيژندل شي . دا  کړچار  هغو کړچارونو ته ورته دی چې قادر عبدالله   په هالینډي ژبه له قرآن څخه پخپلې ادبی ترجمې کې  غوره کړی دی .  ددغه کړچار غوره کولو وخت،د مخاطب د  ارواپیژندنې دقیق درک ، د قرآن کریم د هر ژباړن لپاره ډير مهم دی.\

https://iqna.ir/fa/news/4253403

captcha