میرمن هاله فیروزي ، د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآڼ د نړیوالو سیالیو د ۴۱پړاؤ د غږ په څانګې کې یوه قاضي ده او د ایکنانیوز خبریال ورسره د د ګډون کونکو د روانو سیالیو د بهیر، کمزورو او پياوړو ټکو په باب یوه مرکه کړې ده چې ځینو برخو ته ئې ستاسو پام راغواړو.
د ایکنانیوز خبریال له میرمن هاله فیروزي څخه وپوښتل، تردې دمه د قاریانو پیاوړي او کمزوري ټکي څرنګه ارزوئ ، ووئيل، له نیکه مرغه تر اوسه پورې د قرآئتونو په تیره بیا دترتیل په برخې کې کیفیّتونه ډير ښه اود مونږ د انتظار له حده هم لا لوړ دي او د تیرو دوو کلونو به نسبت ګډون کونکي د سیالیو له دستورالعمل او ایجنډا سره لا زیات بلد شوي دي چې دغې موضوع دوي ته دامیتاز ورکولو په بهیر کې مثبتې اغیزې شیندلي دي ، البته په ځينو کمزورو ټکو کې هم وئيل کیدلی شی چې ځينو ګډون کونکو د غږ د تولید له مختلفو فضاګانو څخه کافي پوهه نه ده د رلودلې چې زما په اند یوه وړوکي یادونه ددوي په نمبرونو کې اغیزې شیندلی شي. د سورئې او لبنان په څير د عربو هیوادونو سیالي کونکي له ښه غږه برخمن دي چې له بده مرغه له هغوي ځيني په دې علت چې له دستور العمل سره ښه بلدتیا نه لري، لږ امتیازونه ترلاسه کوي، د لهجې په برخې کې هم یو هغه مشکل چې په ګډون کونکو کې موجود دی، دا ؤ چې لازیاتې میرمنې د تحقیق په سټایل کې قرائت کوي او دا موضوع د دوي د نمبرو د کمیدا سبب کیږي.
میرمن هاله فیروزي دغه راز ووئيل، د غږ په برخې کې وئیل کیدلی شي هغه سیمې چې آب او هوا ئې تر یوه حده نمجنه وي ، لا ښه او نرم غږ لري، خو په کلي توګه هغه شی چې د قرآئت په کیفیّت کې تر ټولو زیاتې اغیزې لري، هغه زده کونکي کلاسونه دي چې داسې ښکاري ځيني هیوادونه ددغه ډول کلاسونو د درلودلو له پلوه کمزوری دی او دغې موضوع د سیالي کونکو په تلاؤت ډيرې اغیزې شیندلي دي. هغې په دوام کې ووئيل، قرآن کریم باید داسې ولوستل شي چې په آوریدونکو کې آرامښت رامینځةکړي ، البته ځيني ګډون کونکي په ډير لوړ غږ سره تلاؤت کوي چې دا موضوع لامل کیږي د قرائت آرامښت او سکون ټیټ شي . همداراز د افریقائي هیوادونو لازیات سیالۍ کونکي د متسوطو غږ په درجو سره په لا ټيټ غږسر ه تلاؤت کوي چې دا هم د دوي لوئې نیمګړتیاوې حسابیږي.
https://khorasan.iqna.ir/fa/news/4262407