IQNA

له ۴۲ کلنو هڅو وروسته په کشمیرۍ ژبه د قرآن کریم ترجمه پاي ته ورسیده

10:20 - February 09, 2025
د خبر لمبر: 3490611
ایکنا -  د کشمیریوه دیني عالم  له ۴۲کلونو هڅو وروسته په کشمیری ژبې د قرآن کریم ترجمه پاي ته ورسوله. دغه اثر او ژباړه د دغې سیمې د عالمانو له تاوده هرکلی  سره مخ شوې ده.

ایکنانیوز د لایف له قوله راپور راکړی،د کشمیر یو دیني عالم ۷۵کلن ګلزار احمد پرا له ۴۲ کلنې بې له ځنډو هڅو وورسته د قرآن کریم ترجمه پاي ته ورسوله.مولونا پرا چې د کشمیري ژبې د کارپيژاندنې مدرک لرونکی ریټایرډ کس دی،څو لسیزې مخکې ئې  دغه ترجمه پیل کړې څو د کشمیري ژبې  ویونکو  خلکو لپاره د مسلمانانو د مقدس کتاب د متن درک لا آسان کړي.هغه په دغو پرله پسې کلونو کې، د قرآن  پنځه سپارې یا جزوې خپرې او د زده کړې د موسیسو په اختیار کې ورکړي دي.اوس  د ټولو دیرشو سپارو  د ژباړې په بشپړتیا سره  د چاپ لپاره تیار دی.

په کشمیری ژبه د قرآن کریم د ژباړونکي دغه دینی عالم ووئيل، داسې شیبې وې چې احساس مو کوله، دا ډير دروند مسئولیت دی ،خو دغه فکر چې راتلونکي  نسلونه به قرآن کریم په مادري ژبه  ولولي  او درک  کوي ئې ، نو دغې چارې  د کار د دوام لپاره راته انګیزه راکوله.

په  کشمیر کې دیني عالمانو د یوه تل پاتې اثر په توګه د هغه د ترجمې تود هرکلی کړی دی.د اننتناګ  یوه روحاني مولانا رامیز هم په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛ دا  یوازې ترجمه نه ده،بلکې یو معنوي خدمت دی. د مولانا پرا کاربه  له هغو کسانو سره چې دعربي ژبې په درک کولو کې مشکل لري.

هغه زیاته کړې ده، هره ژبه ددغه شان لویو هڅو له لارې بشپړیږي.دغه ترجمه به د کشمیري ژبې ادبی سنت پیاوړی کړی.

د هغه ترجمه همداراز په کشمیری ادبیاتو کې د توجه وړ اثر پيژندل کیږي او مرسته کوي،چې الهی پیغام ددغې سیمې درستو کورنیو ته په لاښه ډول ورسیږي. په داسې حال کې چې د هغه اثر د خپریدا لپاره تیاریږي، ډیری په لیوالتیا سره منتظر دي او هیله مند دي چې د هغه دڅو لسیزو زیار او هڅه د راتلونکو نسلونو لپاره الهام بخښونکي شي. تمه کیږي د هغه کار د څيړاندو ،محصیلیونو او د عامو خلکو لپاره  یوهارزښتمنه سرچینه شي.

https://iqna.ir/fa/news/4264711

captcha