IQNA

د قرآن د قرائتونو نړیوال سمینار او د اماراتو د پوهنتون کوربتوب

10:27 - February 24, 2025
د خبر لمبر: 3490690
ایکنا – د  ؛قرآن قرائتونه؛دتیرو وختونو ځلاوې، اوسمهاله واقعیّت او هیله منونکی راتلونکي؛ په نامې سره نړیوال سمینار د محده عربی اماراتو په شارجې کې د ؛قاسمیه؛ پوهنتون په همت سره ترسره شو.

ایکنانیوز  د اماراتو خبری اژانس له قوله راپور راکړ، دغه نړیوال سمینار د شارجې د قران د سپوږمکیز چینل او ریډیو  او د شارجې د قرآڼ کمپلیکس په ملګرتیا سره  او دغه راز  دنړۍ د ۱۷ملیّتونو  له ۳۵ علمی او تعلیمي فاؤنډيشنونو او څیړنیزو مرکزونو څخه  څه دپاسه ۵۰ څيړاندو ښاغلو او آغلو په ګډون سره ترسره شو.

په دغه سمینار کې د قرائت د زده کړې د رودو د خوندی ساتلو کې  ددغو رودو په پراختیا کې  د مصنوعی ذهانت او ډيجیټلي ټينکالوجۍ د رول او په مختلفو پوهنتونونو او موسیسو کې د قرائتونو دعلم ،د قرائت د رودو  او نورو چارو په زمینوړ کې د په تاریخي پړاؤنو کې د عالمانو له کړچار سره بلدتیا او د دوی هڅې  وارزول شوې.

د قاسمه پوهنتون  د قرآن پوهنځی مشر او د سمینار  دعملی کمیټې مسئول عبدالکریم عثمان  په دغه سمینار کې پخپلې وینا کې ووئیل، دغه کنفرانس د قرآن په حوزې او قراني قرائتونو کې د فعالو پوهنتونونو او موسیسو ترمینځ د علمي ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره  یو فرصت شمیرل کیږی او د عملی بحثونو ته د قران د قرائتونو د واریدیدا د پياوتیا او د قرائتونو د ځائيګي په پیاوړتیا کې  اغیزشیندونکي دي.

په دوام کې د عربستان د ؛طیبه ؛پوهنتون څخه محمد بن سالم الحارثي هم پخپلې وینا کې ووئيل، د شارجې په سمینار کې د ګډون ډولوالي د علمی څيړنو څخه په ملاتړ کې ددغه سمینار ځائيګی او اهمیّت نندارې ته وړاندې کوي.

ددغه راپور په اساس، د قرآڼ د قرائتونو تاریخ او دهغو د اصطلاحاتو ارزونه، په قرائتونو کې دعالمانو هڅې، له مختلفو علومو سره د قرآن د قرائتونو رابطه  او په ډيجیټلی دور کې د قرآن د قرائتونو واقعیّت   د سمینار په مختلفو ناستو کې  دارزونې وړ چورلیزونه وو.

د قاسمه پوهنتون قراني سمینار د فرورۍ په ۱۹ او شلمه ترسره شوی او د قرائت د مهارتونو او د سمارټ اپلیکیشنونو په باب د نندارتون او د تخصصي زده کړې د ورکشاپ په ترسره کیدا سره په قرائتونو کې د قرآن د عملي معجزو د اړخونو په موضوع سره علمی سمینارونه او د دچورلیزي خبرواترو غونډې یوځای وې.

https://iqna.ir/fa/news/4267576

captcha