IQNA

د امریکا یوې استاذې مطرح کړې؛

د حضرت عیسی په صلیب د ځړیدا دموضوع په باب د مسیحي متنونو او قرآن مختلف کړچارونه

10:30 - February 25, 2025
د خبر لمبر: 3490695
ایکنا – د قرآني چارو یو هامریکائي څيړانده په دې اند ده ؛ د قرآن او د لرغوني وروستي دور د مسيحي الاهيات ترمنځ ژوره بينامتني اړيکه شته چې ښيي د مسيح د مصلوب کېدو په اړه د قرآن اشاره د هغه وخت د يوه پراخه ديني خبرو اترو یوه برخه ده.

د ایکنا د راپور له مخې، د «قرآن او عهدين: دودونه، بافتارونه او بينامتنونه» په موضوع د انعکاس څلورمه اوړنۍ ښوونځۍ سږ کال د وږي په مياشت کې جوړه شوه.

دا پروګرام د اګزټر پوهنتون په همکارۍ ترسره شو او په دې کې د بېلابېلو هېوادونو څېړونکي راټول شوي وو چې تر دې وړاندې يې په دې برخه کې خپل علمي لاسته راوړنې په نړيوالو علمي مجلو يا غونډو کې وړاندې کړې وې. 

د انعکاس په څلورمه اوړنۍ ښوونځۍ کې، په ۶ ورځو کې د  ۴۰ ساعته علمي مقالو  د وړاندې کولو د پوښتنو او ځوابونو  پروګرام  ترسره شو  او د ۱۴ بېلابېلو هېوادونو د پوهنتونونو ۱۹ څېړونکو، ۵ ويناوې په پښتو ژبه او ۱۴ ويناوې په انګریزي ژبه وړاندې کړې.

  د قرانی مطالعاتو او د مسلمانانو او مسیحي اړیکو  څیړاندې راین الیزابت کریګ د اوړي ددغه ښونځي یوه  ویناواله وه . کرګ په جارج ټاؤن پوهنتون کې د  الولید مسیحیانو او د مسلمانانو د تفاهم د مرکز (Alwaleed Center for Muslim-Christian Understanding) یو لیکچرر  او د برکلې نړیوالو چارو او د سولې دمرکز د محصیلینو د پروګرامونو مدیره ده.

 د مسيحي متنونو او قرآن د تصليب په اړه د تطبيقي کړچار څېړنه!

د هغه وينا موضوع چې عنوان يې «په قرآن کې عقيدتي بیلګې او تصليب» دی، د يوې سترې پروژې برخه ده چې د اوومې ميلادي پېړۍ له منځنيو څخه تر ديارلسمې ميلادي پېړۍ منځنيو پورې د مسيحيانو او مسلمانانو ترمینځ د تصليب په اړه د خبرو اترو  بیلګې څېړي او موخه يې دا ده چې د مسيحي او اسلامي ديني متنونو ترمینځ د حضرت عيسىٰ (ع) د مصلوب کېدو(ځړیدو) په اړه د تعامل او متقابل اغېز څرنګوالی وڅېړي او په تاريخي او  اوسمهاله تفسيرونو کې اساسی توپيرونه تحليل کړي. 

هغې د مصلوب کېدو په صلیب ځړیدو اړوندو کلمو په اړه وويل: په مسيحي متنونو کې معمولاً د «صَلَبَ» (په صليب پورې کول) فعل کارول کېږي، خو په قرآن کې عبارت «ما صَلَبوه» (هغه يې په صليب پورې نه کړ) راغلی چې بيا هم نفی کوونکی دی.

هغې د قیامت اړوندو کلمو په اړه وويل: په مسيحي متنونو کې معمولاً د «قامَ» (برخاستل) فعل کارول کېږي چې په مستقيم ډول رستاخيز ته اشاره کوي. خو په قرآن کې: د «رَفَعَ» (پورته کول) فعل کارول شوی چې بېله معنا لري او ضروري نه ده چې رستاخيز ته اشاره وکړي.

کريګ په خپلو څيړنو کې د حضرت عيسىٰ د مصلوب کېدو په اړه د مسيحي عقيدتي بيانونو او اعتقادنامو بیلګو باندې تمرکز کوي چې په قرآن او سوريايي مسيحي متنونو کې دي. هغه غواړي د انجيل او مسيحي اعتقاداتو کې موجودو عقيدتي بيانوکو بیلګو په څېړلو سره، د مسيحيانو لخوا د عيسىٰ د مرګ او قیامت په اړه د بيان طريقې تحليل کړي او د دې اغېزې په قرآني تفسيرونو وڅېړي. هغه اعتقاد نامې چې په بنسټيز ډول د عيسىٰ مرګ، خښولو او  قیامت ته پاملرنه کوي، د هغه د توجه وړ دي او د مسيحي او اسلامي تفسيرونو ترمنځ موجودو توپيرونو ته به اشاره وکړي. هغه په دې لاره کې په ځانګړي ډول د سورة نساء د ۱۵۷ او ۱۵۸ آيتونو په اړه د تفسيرونو د درک پر منظر تمرکز کوي، کوم چې د مصلوب کېدو په اړه دي، او استدلال کوي چې ډېری لويديځې څېړنې د زمان‌پريشۍ له امله، وروستي تفسيرونه پر لومړنيو متونو ئې  خواره واره کړي دي. له دې امله، هغه د لويديځو دوديزو څېړنو په وړاندې انتقادي چلند لري. کريګ په خپله څېړنه کې هڅه کوي د دې آيتونو په استناد بیلګې په مسيحي-اسلامي تبادلو کې وڅېړي او د مصلوب کېدو په اړه د څو اړخيزو الهياتي خبرو اترو په لټه کې دی.

کرګ په دوام کې د سورة نساء ۱۵۷ تر ۱۵۸ آيتونو ته اشاره وکړه: «وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا بَلْ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا» (او د دوی وینا چې مونږ مسیح عیسى بن مریم، د خدای رسول وواژه، حال دا چې دوی هغه ونه وژلو او نه یې په صلیب ئې ونه ځړوه، بلکې دوی ته ورته ښکاره شوه، او هغه کسان چې په دې اړه یې اختلاف درلود، په دې کې په شک کې دي، دوی د دې په اړه هیڅ علم نه لري پرته له دې چې د ګمان پیروي کوي، او یقیناً دوی هغه  وژلی نه دی، بلکې خدای هغه خپل لور ته پورته کړ او خدای ځواکمن،توانمن او حکیم دی).

دې څېړونکي یادونه وکړه: دا قرآني آيتونه د عیسى د مصلوب کېدو ادعا ننګوي او ښيي چې د قرآن له نظره، الهي مداخلې دا پېښه بدله کړې ده.

قرآن د "شُبِّهَ لَهُم" (دوی ته مشتبه شوه) مفهوم معرفی کوي چې په مسيحي متنونو کې نشته.

• همدارنګه د "تَوَفّی" کلمه کاروي چې کولای شي د "بشپړه اخیستل" یا "مړینه" په معنا وي او دې کار بېلابېل تفسيرونه رامنځته کړي دي.

پردې اساس، په مسيحي متنونو کې د پېښو ترتیب معمولاً د «مصلوب کېدل (ځړول)، مرګ، خښول او قیامت » بیلګه تعقيبوي، په داسې حال کې چې په قرآن کې د «نه وژل کېدل، نه مصلوب کېدل(نه ځړیدل)، ورته ښکاره کېدل، اختلاف نظر، او د خدای لخوا پورته کېدل» بیلګه وړاندې شوې ده. سربېره پر دې،مسيحي متنونه د مسيح د مرګ پر عموميت او د هغه  له قیامت وروسته ظهور پر محدوديت ټينګار کوي، خو قرآن د عيسى د برخليک په اړه پر ناډاډمنتيا او د خلکو ترمینځ پر اختلاف نظر ټينګار کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4263925

captcha