توکیل یعني د یو چا وکیل جوړول او د کار ترسره کول هغه ته سپارل دي، خو ډیری لغت پيژاند په دې اند دي چې توکَل په عربی ژبې کې پر نورو د اعتماد کولو او په یوه کار کې د بې وسۍ د څرګندونې په معنا دی. له همدې کارونې څخه ،د ؛وکَل؛ او وُکلَه ؛ ریښه د هغه عاجز وګړي په معنا ده چې خپل کار نورو ته سپاري یا ؛وَکِل؛ یو ترسو او عاجز او کم عقل کس دی.
راغب او انب منظور هم په دې اند دي چې وکل په داسې بڼه کې چې له ؛لام؛ حرف سره وکارول شي، نو دولایت منلو په معنا دی او که له ؛علی ؛ سره استعمال شي، نو بیا د په غیر باندې د اعتماد او د بې وسئ د اظهار په معنا دی. فخر الدین په مجمع البحرین کې بیانوي چې توکل، په کار او د تکلان په په اسم کې د بې وسۍ او ناکامۍ اظهار دی.؛ التوکل علیالله» د خداوندمتعال وآخوا ته له درستو مخلوقاتو څخه د انسان امید ختمیدا او د تعلق غوڅیدا هغه شی دی چې له مخلوق څخه هیله لري. همداراز وئيل شوي دي ، په هغه شي کې کوشش او هڅې پریښودل دي چې بشری قدرت ئې وس نه لري.
په بله معنا توکل د خداوند متعال د پيژندنې او د پنځون پّ عالم کې د هغه د درول په اساس دی. نه د انسان د بې وسۍ د اظهار په اساس.توکل په اصطلاح کې په خداي تعالی باندې او یوازې په هغه د اعتماد په درلودلو او د هغه خداي شونې ته په تسلیمیدا باندې د ډاډ په معنا دی.
د معانی الاخبار لیکوال؛ التَّوَكُّلُ عَلَى اللَّهِ» په دې باندې پوهیدا ګڼي چې مخلوق نه د تاوان رسولو توان لري او نه د نفع او ګټې رسولو قدرت ، نه ورکول کوي او نه هم د ورکولو خنډ کیدلی شي. له دې امله متوکل بنده د خلکو له خوا ناامیدي لري او له خداي تعالی پرته د بل چا لپاره کار نه کوي او له هغه پرته بل چا ته هیڅ امید اوطمع هم نه لري.
https://iqna.ir/en/news/3492324