ایکنانیوز د انعکاس ټلګرامي چینل له قوله راپور راکوي، دا متن داسې سند دی چې وئیل کیږي، امام علی (ع) په ۳۹ قمری کال کې دخپلو بچیانو لپاره تنظیم کړ څو په خیریه موقوفو باندې د خپلو مځکو دبدلولو لپاره خپل نیّت اعلان کړي . دغه سند د امام علی (ع) مځکې معلوموي او مشخص کوي چې دهغه شتمنۍ څرنګه پخپلو بچیانو کې وویشتي او مدیریّت ئې کړي.
د ( اوهایو ایالتی پوهنتون استاد) ډاکټر شان آنتوني پخپلې ترټولو وروستۍ مقالې کې ددغه وصیّت د مادو تاریخي تحلیل،د اسلام په سرکینیو وختونو کې د کرهڼيزو کښتونو له دودونو سره ئې د سمون، د علی (ع) په کونۍ کې د وصهیَت د منتقلولو طریقو او تحریرونو ، او هم د علی د صدقو په سر په علویانو کې په اختلافاتو رڼا اچولې ده.
له دغه وصیّته لږترلږه پنځه پخواني تحریرونه باقي پاتې دي او آنتوني وائي چې هغه ټول له هغه اصیل او پخواني سند څخه اخستل شوي دي چې نسخه ئې په ډاډ سره وئيلی شم چې په پیل کې د علویانو په ختیار کې ورکړل شوې ده.
ددغه وصیّت بشپړ او کامله نسخه ابن شَبَه په اخبار المدینه کې او بیا کلیني په الکافي کې خوندي کړې ده او آنتوني د دنقل کافی دبدلو نسخو په اساس ، د وصیّت نامې کاامل متن ترجمه او تحلیل کړی دی.
د وئيلو ده چې د ابن شَبه د نقل سرچینه،له هغه وصیّت څځه ده چې ددغوموقوفاتو د یوه متولي ،د حسن بن علی بن ابی طالب د زوي حسن بن زید(م ۱۶۸ ) په لاس کې ده. له نیکه مرغه په ۱۹۹۵کال کې د مدینې او ینبع (د موقوفاتو په یوه اصلي ځای کې )ترمینځ په حزره وادئ کې کشف او خپره شوې ده چې د آنتوني په تعبیر ،؛ په هغې سیمې کې د زید پر فعالیتونو د نه پاک شونې یو شهادت؛ باقي پاتې دی.
آنتونی په دوام کې یو روایت نقل کوي چې علی(ع) څرنګه په ینبع کې له خپلو مځکو څخه د ګټې له ترلاسه کولو وروسته ډير زیات خوراکي توکي واخستل .؛ که څه هم پخپله علی په ډيرو کمو خوراکي رژيم سره ژوند کاوه، هغه غوښه چې به ئې اخستله ، په آزاده توګه به ئې د کوفې مسلمانانو ته ورکوله څو ورڅخه استفاده وکړي.
آنتوني ددغه وصیّت په دوو مختلفو ځانګړنو ټينګار کوي.
؛ دغه وصیّت له هغو ډيرو مادو له پلوه چې په هغو کې د مریانو د آزادولو لپاره ورځای کړئ شوي دي،مختلفې او مشخصې دي. داسې ښکاري علی په وصیّتونو کې د مریانو د پراخې آزادونې لپاره یو سنت سسټماټيک کړی چې د هغه ډيرو لمسیانو هم ورڅخه پیروي کړې او په همدې توګه ئې خپل ډير مریونه آزاد کړي دي ؛ دغه ځانګړنه،د ؛ما ملکت ایمانکم؛ دمراعاتو په ضرورت مشتمل د علی له بل وصیّت څخه له یولړ مادو سره سمون خوري.
یوه بله مختلفه ځانګړنه ، د هغې برابرۍ وضعیّت دی چې علی (ع) له آزادو او مریو میرمنو سره له واده کونې څخه پخپلو پیدا شوو بچیانو کې قایل شوی دی . د یهود او دلرغوني روم په قوانینو کې ، له مریو میرمنو سره له وادونو پیدا شوي بچیان دمور د مریتوب وضعیت په میراث کې لري او له خپلو پلارانو څخه د وارث په توګه کوم میراث نشي ترلاسه کولی.خو په دغه وصیّت کې ټول بچیان آزاد او مریونو بچیان د هغه دمیراث لپاره وارثان حسابیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4273860