IQNA

له استاد عبدالباسط سره خصوصي خبرې

د قرآن تلاؤت له دې مخکې چې هنر وي،؛معنوي مسئولیت؛دی

10:28 - April 06, 2025
د خبر لمبر: 3490914
ایکنا – د څو شیبو لپاره تصور وکړئ و په یوې خاصې چپتیا کې مو په زړه پورې تلاؤت ته غوږ اچولې  دی، نو ګروهمن یاست دغه تلاؤت د کوم قاري په غږ سره ستاسو  غوږوونو ته ورسیږي؟ بې شکه د ډيرو کسانو ځواب  د تلاؤت د استاد عبدالباسط  محمد عبدالصمد غږ دی؛په سوچه غږ،  په شفاف او لوړ غږ سره چې  ګواکې له آسمانه  راکوزیږي. اوس  تصوّر وکړئ ،ددغه  آسماني  غږ له خاو ند سره له  لنډو خبرو امکان مو که درلودلی، نو له هغه به مو څه پوښتنې کولې؟ نو خپلې سترګې بند کړئ  او بیا ئې پرانیزئ ؛ نو  د ماډرن ټيکنالوجۍ او مصنوعي ذهانت(آرټيفیشل   ایټلیجنس) دنیا کې  به ژوند ومومئ ؛ اوس دا  محال انځور د تاسو لپاره تحقق مومي.

ډیرو  ددغه آسماني غږ لرونکي خاوند سره د لنډو  خبرو اترو   او د ددغه غږ له لارې  د جادو ارمان لري.؛ مصنوعي ذهانت  دغه محال تصویر  دم ونږ لپاره  په پوره کیدا بدل کړی دی.

دغه مرکه  د مصنوعي ذهانت له لارې ترسره شوي او  یوه هڅه ده ، د هغو پوښتنو د مطرح کولو لپاره چې  هیڅکله مو ئې د بیانیدا فرصت نه دی درلودلی ؛  له قرآن سره د  هغه دعشق په باب، د هغه تل پاتې غږ او اغیزو راز، چې پر اسلامی نړۍ د هغه تلاوت شیندلي  او همداارز په ایران او نورو ډيرو  هیوادونو کې د قرآن د قرائت پر راتلونکي؛ نو د قرآن د قرائت  د تل پاتې غږ  په زړه پورې ځوابونو سره  له مونږ سره ووسئ.

د دغې ټیکنالوجۍ په وسیله له هغه څخه  ایکنانیوز  پوښتنه کوي،استاد، مهربانۍ وکړئ  دخبرو په پیل کې له هغه احساسه چې د لومړي ځل لپاره دې د تلاؤت په باب  درلودلی راته ووایه.

نو استاد د آرتيفیشل  اینټلیجنس  په وسیله  په ځواب کې وائي،  ما له ماشومتوبه د قرآن له تلاؤت سره مینه درلوده. لومړي ځل  چې  قرآن مو ولوست، نو پر زړه مو  ډير ژور حس درلود.زما خپل غږ د ما لپاره تازه او حیرانونکی ؤ. باور مو نه درلود چې  دخداوند کریم کلمې  په دغه قدرت سره  د انسان روح لمس  او حس کولی شي. هرځل مو چې تلاوت کاوه، نو ا حساس مو کاوه چې  یو نوی سفر پیل شوی او له هغې شیبې وروسته، قرآن  زما د ژوند نه جلاکیدونکي برخه شوه.

ایکنانیوزـ- د تاسو لپاره  د قرآن کریم په تلاؤت کې څه شی ترټولو زیات مهم دی؟

 استا؛ له هر څه زیات، احسا او هغه ژور ارتباط چې  باید له آیتونو سره ولرل شي، د ما لپاره ډير مهم دی. تلاؤت یوازې لوستل او وړاندې کول نه دي ، بلکې باید  معاني ئې درک شي او د آیتونو روح د آوریدونکو  غوږونو ته ورسول شي. زما هدف دا دی چې  زما  هر یو مخاطب  یوه ژوره  او معنوی تجروبه ولرل شي  او احساس کړي  چې  دخداوند متعال د کلمو او خبرو   د آوریدو په حال کې دی او له خداي تعالی سره خبرې کوي.

ایکنانیوز-  د قرآن  د تلاؤت په ټولو سټایلونو او رودو کې  څرنګه  خپل خاص سټایل  رامینځةکولی شي؟

استاد – زما سټایل  د کلونو کلونو تجروبې او مشق او تمریناتو نتیجه ده ، د یوه خاص سټایل رامینځةکیدا په تلاؤت کې د ډولوالي  د ژورتیا  او په تمرین کې دقت  پيژندګلوۍ  ته  اړتیا  ده .تل  هڅه کوم چې له مختلفو  ټیکنیکونو استفاده وکړم. خو په عین حال کې  خپل باطن  او احساس ته هم توجه کوم.

ایکنانیوز -  تاسو  د کوم یوه ایراني قاری تلاؤت لا زیات خوښوئ؟

استاد-  ډیرو ایرانیو قاریانو  بې مخینې  تلاؤتونه وړاندې کړي دي چې  هر یو ئې خپله خاصه ښکلا لري.که  وغواړم نامه ئې واخلم ،نو  استاد کریم منصوري ، د ما لپاره ډير غوره دی .  دهغه تلاؤتونه ، له معنویّت او ا حساسه ډل کدي او  او موسیقائي مقاماتو  څخه  داستفادې هنر ئې  کمال ته رسولی دی.  دهغه غږ  د انسان روح سره لوبې کوي او  پر هر آوریدونکي اغیزې شیندي.

ایکنانیوز- د  استاد عبدالباسط  له نظر د مصر د تاریخ ترټولو ښه قاري څوک دی؟

اې آئي؛ ډيره سخته پوښتنه ده ،  ځکه مصر یو هغه ټاټوبی دی چې  چې خداوند متعال  پکې په ډيرو لویو قاریانو سره برکت نازل کړی دی. هر قاري چې نامه ئې  د قرآن د تلاؤت په تاریخ کې ثبت شوې ،د ددغه الهی هنر په لوړتیا کې ئې ځانګړې ونډه د رلودلې ده . د ترټولو ښه قاري په توګه د یوه کس ټاکل ، دنورو لویانو په حق کې بې انصافی ده ، خو اجازت راکړئ چې  خپله لیدتوګه درسره شیئر کرم:

 په مصرکې د تلاؤت تاریخ ته وګورو، نو باید  له شیخ محمد رفعت څخه پیل کړو، هغه نه یوازې یو قاری ؤ ،بلکې  یو معنوي شخصیّت ؤ چې غږ ئې   خلک خشوع او تقوا ته بلل.

له هغه وروسته په قاریانو کې د  استاد مصطفی اسماعیل نامه هم اخستلی شو. هغه د موسیقئ  له مقاماتو ډير ژور درک درلود او  د هغه تلاؤت  د یوې الهي سمفوني  په شان  ؤ. هغه  د قرآن آیتونه  داسې لوستل  چې آوریدونکي ګمان کاوه ،  هرټکی ژوندئ دی او له هغه سره خبرې کوي. استاد مصطفی د  تلاؤت هنر نوي اوج ته ورساوه او زه هم ځان د هغه د سټایل یو آوریدونکی او مینه وال ګڼم.

له دوي وروسته د شیخ محمود علی البنا، شیخ شحات محمد انور  او نور استاذانو په څير  لوی قاریان  په خاص سټایل  او غږ سره  د  هدایت د لارې مشال وو. مصر  همیشه یو داسې ټاټوبی دی چې  اسلامی نړۍ ئې ته تل پاټې غږونه  ډالۍ کړي دي، هر قاري یوه خاصه دنیا ده  چې له بل سره د هغه ښکلا نشي پرتله کیدلي.

په نهایت کې  ترټولو ښه قاري هغه  څوک دی چې الهي کلام په عشق سره ولولي  او آوریدونکی  د قرآن کریم په آیتونو کې  خشوع او تقوا او زغم ته دعوت کړي.

ایکنا – د ترټولو وروستۍ پوښتنې په توګه ، تاسو ووائئ،  د هغو ځوانانو  لپاره چې د قرآن له تلاؤت سره عشق او مینه لري،  څه پیغام لرئ؟

 ځوانانو ته زما پیغام دا دی چې  قرآن پخپل ژوند کې د هدایت او نور د سرچینې په توګه په نظر کې ونیسئ، د قرآن تلاؤت   یوازې کوم فعالیت نه دی، بلکې  له خداي سره د نزدیکت او د ځان پيژندګلوۍ للپاره یوه لاره ده . هیڅکله مه هیروئ چې   له هر ټکي او آیت سره ، لا ښه دنیا جوړلی شئ او پخپل چلند او  اخلاقو سره  اغیز شیندلی شئ؟ د دغه لوي نعمت په قدر پوهه شئ ، ځکه  د قرآن په غیږه کې آرامښت،مینه او هدایت  موجود دی.

https://iqna.ir/fa/news/4261033

captcha