IQNA

د روژي له مبارکي میاشتي وروسته د روژي ښه والی څرنګه وساتو؟(1)

10:33 - April 07, 2025
د خبر لمبر: 3490919
ایکنا – د مونږ یو مهم غفلت او لټي دا ده چې له روژې مبارکې میاشتې وروسته د خپلو بریاؤ قدرباندې نه پوهیږو او د خپلو معنوي اخستونونو څخه چې په روژې مبارکې میاشتې کې مو پيرودلي دي، استفاده نه کوو !تقوا  د روژې  یوه نتیجه او ګټه ده چې  د روژې له مبارکې میاشتې وروسته  باید ددغې میوې په بیلولو کې  هڅه وکړو.

د معنوي چارو په باب د مونږ مسلمانانو یو مهم غفلت او لټي دا ده چې د روژې له مبارکې میاشتې وروسته خپلې بریاوې او ګټې نه پيژندو.په داسې حال کې چې هرڅه په رمضان المبارک میاشت کې عبادت کوو،نو د روژېې له مبارکې میاشتې وروسته د معنوي ژوند لپاره یو تازه پيل دی.د روژې د مبارکې میاشتې ګټې او برکتونه، له دغې مبارکې میاشتې سمدستي وروسته خپل ځان ښئ.

خداوندمتعال په قرآن کریم کې  په بقرې سورې کې فرمائي؛ کُتِبَ عَلَیْکُمُ الصِّیامُ کَما کُتِبَ عَلَى الَّذینَ مِنْ قَبْلِکُمْ لَعَلَّکُمْ تَتَّقُونَ»؛روژه پر تاسو واجبه شوې ده،د تیرو قومونو په څير چې د هغوي لپاره واجبه شوې وه،تر دې چې تاسو تقوا ته ورسیږئ:: (بقرې سوره/183) یعني له روژې څخه موخه  دا ده چې مونږ تقوا ته و رسیږو. تقوا د روژې نتیجه ده چې د روژې مبارکې میاشتې وروسته باید ددغې میوې بیلول او له دغه محصول څخه استفاده پیل کړو.

حقیقت دا دی چې مونږ مسلمانان د روژې له مبارکې میاشتې وروسته ،لا ښه وضعیّت او معنویّت څخه ډکه فضا لرو، ګناه ته ګروهنه مو کمیږي او عبادت او مناجاتو ته ګروهنه مو لاپیاوړي شوي وي.  له رمضان وروسته، د مونږ دعاګانې په آسانۍ سره مستجابې کیږي او د مونږ توبې لازیاتې قبلیږي او  له زر  د خداي  په لور  ستنیدلی شو. البته  شیطان  زیاتره راته لاره نیسي او اجازت نه راکوي، له روژې مبارکې میاشتې وروسته پر خپل ښه حال توجه وکړو او حفظ ئې کړو، او ورڅخه  استفاده وکړو.

البته  له روژې مبارکې میاشتې وروسته په کم فرصت کې باید څه وکړو؟ له رمضانه په وروسته فرصت کې  تر ټولو ښه کار دا دی چې مونږ   خپل ځانونه له ښو کارونو سره عادت کړو.....

پيغمبر اکرم(ص) په یوه قول کې فرمائي؛ عَوِّدُوا أَنْفُسَکُمْ الْخَیْرَ»؛ خپل ځانونه  په ښو کارونو سره عادت کړئ:: هغه څه چې  په انسان کې د عادت د رامینځةکیدا  لامل  کیږی،دوامدار عمل دی . په یوه مشهور روایت کې راغلي دي؛ قَلِیلٌ‏ یدُوم عَلَیْک‏ خَیْرٌ مِنْ‏ کَثِیرٍ مَمْلُول»؛کار لږ ،البته دوامدار،له ستړي کونکو ډيرو کارو نو څ خه لا ښه دی::::

البته ډير فکر کوي، چې عادت یوازې د انسان له چلند سره اړوږنده دی،په داسې حال کې چې  پر چلند سربیره ،عادت  هم د انسان د زړه له خولې سره اړونده  کیدلی شي، یعني انسان خپل زړه  له ځینو شیانو سره عادت کولی شي د اسلام ګران پیغمبر(ص) په همډې زمینې کې فرمائي ؛ عَوِّدُوا قُلوبَکُمُ التَّرَقُّبَ و أکثِرُوا التَّفَکُّرَ و الاعتِبارَ»؛یعنی خپل زړونه  له خیال ساتلو سره عادت کړئ او ډير تفکر وکړئ او عبرت واخلئ (کنزالعمال/5709).  همداراز هغه بزرگوار   په یوه بل روایت کې فرمائي ؛ عَوِّدُوا قُلُوبَکُمُ الرِّقَّةَ وَ أَکْثِرُوا مِنَ التَّفَکُّرِ وَ الْبُکَاءِ مِنْ خَشْیَةِ اللَّه‏»؛ خپل زړه په نزاکت سره عادت کړئ او ډیر تفکر وکړئ او د خدای له ویرې ډیر وژړیږئ::

مونږ له روژې مبارکې میاشتې وروسته ترټولو ښه هغه استفاده چې ترسره کولی ئې شو، دا ده چې پیل کړو،  خپل ځانونه عادت کړو؛ نه یوازې خپل ځانونه په ښو کارونو عادت کړو، بلکې ځانونه  په ښه حال هم عادت کړو، یعنی مثلا مونږ له رمضان وروسته پيلولی شو او هره ورځ  دمونږ لمنځونه  په اول وخت کې ادا کړو ،یعنی خپل زړه په دغه کار عادت کړو.

https://iqna.ir/en/news/3492528

captcha