IQNA

په هندوستان کې د وقف نوی قانون د مسلمانانو خپلواکي ګواښي

10:22 - April 12, 2025
د خبر لمبر: 3490943
ایکنا -  TRT World ویب پاڼې په یوه راپور کې په هند کې د اوقافو د ادارې د مدیریّت  بحث راپارونکي قانون او ددغه هیواد د مسلمانانو لپاهر ئې  د پایلو به باب مفصل بحت کړی دی.

ایکنانیووز د الجزیره  له قوله راپور راکړی،د  TRT World ویب پاڼې  په یوه راپور کې په هندوستان کې د اوقافو د قانون د اصلاح په باب لیکلی دي،دغه قانون چې د هند دپارلیمان د ۲۸۸نمایندګانو ملاتړ څخه برخمن  دی ، ددغه هیواد په کابو دوه سوه میلیون مسلمانانو کې ئې بیا تاوان موندونکی احساس  رامینځة کوي . داسې قانون چې  د پارلمیان د ۲۳۲ نمایندګانو له سخت مخالفت سره سره  او د ولس په اعتراضونو پسې تصویب شوی دی.

 ددغه راپور په یوې بلې برخې کې راغلي دي،  نوی قانون غیر مسلمانانو ته اجازت ورکوي ، څو  د اسلامی اوقافو په پلاؤ  او کمیټيو کې شتون ولرل شي او پر دغو اسلامی خیریه  ځایونو او اموالو  باندې جامعه حکومتي څارنه  ممکنه کوي.

ددغه راپور په اساس،  دیری مسلمانانو  دغه قانون د قانونی اصلاحاتو په پلمه  له خپلو حقوقو څخه د دوي دمحرومولو ، د حکومت د کنټرول د زیاتولو  او له مسلمانو ښاریزو سره د هند د حکومت د چلند په څرنګوالي کې د اندیښنو د بولولو په خاطر د حکومتی  اورګانونو د جوړښت  د بدلولو لپاره یوه هڅه  ګڼي.

 په دغه راپور کې وئيل شو يدي، چې دغه اقدام په درست هندوستان کې  د اسلامی مقدساتو او ودانیو او جوماتونو په سر د سیاسی او حقوقي شخړو د زیاتیدا په د اوج کې اجرا کیږی او زوړپالې  افراطي ډلې ټپلې   په  اوڅاره او څرګنده  هڅه کوي څو  ددغو اسلامی ځایونو  مذهبی  رواوالی او تاریخی ریښې  له چیلنج سره  مخامخ کړي.

په دغه راپور کې دغه راز ټينګار شوی دی، اسلامی اوقاف  په جنوبی آسیا کې اوږده مخینه لری  او  په هندوستان کې  د موقوفاتو د مدیریت  د  سسټم د احصایو په اساس و موقوفه  املاکو او ځایونو شمیر څه دپاسه درې لکه شپږ پنځوس زره  او درې سوه دوه پنځوس ځایونه دي  چې  په  اوترپردیش کې  صوبې کې  یو لک څلورویشت زره  اته سوه شپږ شپیته ځایونه ، په کارناټک صوبې کې  درې دیرش زره یو سل اوه څلویښت ودانۍ  او ځایونه او  په لویدیځي بنګال صوبې کې  اوه زره شپیته ځایونه ښودل شوي دي.

د لږکیو د چارو وزارت د غیرمنقوله  وقف شوو ځایونو ټوله شتمنۍ یو زر څلور سوه  دوویشت زره ډالره اټکل شوې چې ددغه هیواد په دیرشو صوبو کې خواره واره  شوي دي.

ددغه راپور په اساس ، همداراز هغه وقف شوي ځایونه چې لانجمن دي او ورباندې شخړې جوړې شوي،څه دپه سا درې اویا زره وقف شوي ځایونه دي چې د نوی قانون په وجه به ورباندې ډيرې منفي اغیزې  وشي.

د هند افراطی لوری لومړی وزیر نریندرا مودي،دغه قانون ټاکونکي شیبه بللې او دا ئې په مذهبی او خیریه موسیسو کې د شفافیّت او کارندوالی د رامینځةکولو لپاره د خپل حکومت د ایجنډې یوه برخه بللې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4275845

captcha