IQNA

یو امریکایي او قرآنی مطالعه!

د تورات او انجیل په کلامي کارولو کې د دوو مفسرینو تطبیقي پرتله

11:22 - April 21, 2025
د خبر لمبر: 3490990
یوه امریکایي څېړونکي د دوو مسلمانو مفسرینو د هغه چلند مطالعه کړه چې د قرآن کریم په تفسیر کې یې د تورات او انجیل له روایاتو څخه کار اخیستی او د نورو الهي انبیاوو پر وړاندې د پیغمبر (ص) د برترۍ د ثابتولو هڅه یې کړې ده. 

د ایکنا د راپور له مخې،د قرآن او عهدین: دودونه او شرایط  تر سرلیک لاندې څلورم اوړني مکتب تېر کال د وږي په میاشت کې جوړ شو.

دا پروګرام د اګزټر پوهنتون په  ملګرتیا سره  ترسره شو او په دې کې د بېلابېلو هېوادونو څېړونکي راټول شول چې پخوا ئې په دې برخې کې خپلې علمي لاسته راوړنې په نړیوالو  خپرونو او مجلو یا علمي غونډو کې وړاندې کړې وې. 

په څلورم اوړني مکتب کې، په ۶ ورځو کې ۴۰ ساعته علمي وړاندېینې د پوښتنو او ځوابونو سره ترسره شوې، چې ۱۹ څېړونکو د ۱۴ بېلابېلو هېوادونو له پوهنتونونو څخه ۵ ویناوې په فارسي او ۱۴ ویناوې په انګریزي ژبه وړاندې کړې.

یو امریکایي څېړونکی رای مایکل مک کوی (Roy Michael McCoy)،د دې ویناوالو له ډلې و. هغه په ۲۰۱۹ کال کې له اکسفورډ پوهنتونه په فلسفې کې پي ایچ ډي کړې او اوس د هالینډ په نوتردام پوهنتون کې استاد دی.

مک کوی د تفسیري ادبیاتو او قرآني تفسیر په برخه کې د  مقدس کتاب د کارونې په اړه بېلابېلې مقالې خپرې کړې دي، چې په دې وروستیو کې یې یوه مقاله د «قرآني هرمنوتیک لارښود» (The Handbook of Qurʾānic Hermeneutics) په کتاب کې خپره شوې ده. 

د دوو مسلمانو مفسرینو په آثارو کې د قرآن او عهدین پرتله‌ایزه مطالعه

مک کوی په خپلو خبرو کې وویل: د قرآني څېړنو  له پراخېدو سره، د قرآن په روایاتو کې د عهدین د اثارو په اړه څېړنې د یهودي، عیسوي او مسلمانو څېړونکو ترمینځ زیاتې شوې دي.

هغه زیاته کړه: دا وړاندینه د قرآن د تفسیر پر هغه طریقه تمرکز کوي چې د مقدس کتاب له متنونو څخه کار اخلي او د ابن برّجان او البقاعي د تفسیري  رودو  ترمینځ ورته‌والی او توپیرونه تحلیلوي. دا دواړه مفسرینو د یهودي او عیسوي متنونو په کارولو سره هڅه کړې چې د قرآن او مقدس کتاب ترمینځ اړیکې رامنځته کړي، خو د دوی چلند او موخې په دې لاره کې توپیر لري. 

مک کوی وویل: ابن برّجان، چې د مینځني پیړیو په اندلس کې ژوند کاوه، په پراخه کچه د تورات او انجیل له نقل قولونو څخه په خپل تفسیر کې کار اخیستی  څو د قرآن او ددغو متنونو ترمینځ معنايي همغږي ومومي. هغه د تفسیر په یوه داسې طریقه کار کاوه چې د تأملي فکر یا د قرآني معناوو  ژورو پرتونو موندلو (لیئرز) ته پاملرنه کوي. ابن برّجان په دې باور و چې دا همغږي د قرآن او پخوانیو دیني متنونو ترمینځ د الهي نظم نښه ده. 

دې امریکایي څېړونکي دوام ورکړ: برعکس، البقاعي، چې د اسلامي نړۍ په ختیځو برخو کې ئې ژوند کاوه، زیات تمرکز یې د مقدس  کتاب پر هغو متنونو کړی و چې د اسلام د پیغمبر د نبوت د تأیید لپاره کارول شوي. هغه د تورات او انجیل له دقیقو نقل قولونو په کارولو سره هڅه کړې چې د دې متنونو وړاندوینې د اسلام د پیغمبر د نبوت د تأیید لپاره وکاروي. د البقاعي تفسیري انداز او طریقه، په  تیره بیا  د دلائل النبوه په ډګر کې، زیاتره اثباتي او کلامي بڼه لري. 

انعکاس

دا دواړه مفسرین، که څه هم د مقدس کتاب له متنونو څخه په خپلو تفسیرونو کې کار اخلي، خو بېلابېلې موخې لري؛ ابن برّجان د باطني معناوو  د  موندلو په لټه کې و، خو البقاعي غوښتل د دې متنونو له لارې د اسلام د پیغمبر رسالت تأیید کړي. 

هغه زیاته کړه: د ابن برّجان او البقاعي د تفسیرونو تاریخي او میتوډولوژیکي زمینه ښيي چې هر یو یې په ځانګړو تاریخي دورو کې بڼه موندلې، چې دا د دوی پر تفسیري چلندونو ژورې اغېز لري. دغو مفسرینو په داسې ټولنیزو او دیني چاپېریالونو کې ژوند کاوه  چې د اسلام، یهودیت او عیسویت ترمینځ  د متقابلو اړیکو تر سخت اغېزو  لاندې وو.

https://iqna.ir/fa/news/4275530

captcha