ایکنا نیوز حال الخلیج له قوله راپور راکوي، د ازبکستان د اسلامی تمدن مرکز مشر فردوس عبدالخالقاف، د «کته لنگر» په نوم یوه خطي قرآنی نسخه د شارجه د قرآن کریم مجمع ته وړاندې کړه. دا کار د عبدالخالقاف او د هغه د ملګري پلاوي د مجمع یا کمپلیکس د لیدنې پر مهال ترسره شو.
د شارجه د قرآن کریم مجمع عمومي منشي عبدالله خلف الحوسني، ، د دغه پلاوي د هرکلي پر مهال د مجمع رول په اسلامي کلتور خپرولو او قرآن کریم ته د خدمت په برخه کې تشریح کړ. هغه د قرآني څیړنو، د شارجه د نړیوال بریښنایي تلاوت مرکز، میوزیمونو، کنفرانسونو، د تلاوت ځانګړو غونډو او د بلاغي تفسیر کورسونو له لارې د مجمع فعالیتونه روښانه کړل.
فردوس عبدالخالقاف وویل چې د قرآن کریم مجمع یو لوی تعلیمي بنسټ دی چې رڼا یې ټولې نړۍ ته خپریږي. هغه هیله څرګنده کړه چې د مجمع او د ازبکستان د اسلامي تمدن مرکز ترمینځ د ګډې ملګرتیا لارې پرانستل شي.
د «کته لنگر» قرآن د ازبکستان د کشکه دریا په سیمه کې د «لنگر اوتا» جومات له نامې اخیستل شوی دی. څیړونکي د دې خطي نسخې تاریخ د اتمې میلادي پیړۍ وروستۍ ربعې ته اړوند بولي، چې د عربي ژبې د قواعدو د جوړښت له دورې سره سمون لري. د دې نسخې اتیا یو مخونه اوس مهال د روسيې د علومو اکاډمۍ د ختیځو خطي نسخو په انسټیټیوټ کې په سن پټرزبورګ کې ساتل کیږي.
د دې قرآن متن په کوفي حجازي خط، چې د عربي خط تر ټولو پخوانی شکل دی،د غوا په پوستکي باندې لیکل شوی، چې د هرې پاڼې اندازه ۵۲.۵ × ۳۴.۰ سانتي متره ده.
د دې نسخې چرمي جلد د څوارلسمې میلادي پیړۍ پورې اړه لري او په اوولسمه پیړۍ کې بیا ترمیم شوی دی. دا قرآن د ۴۴ سورتونو ایتونه لري، چې ۲۲ یې بشپړ دي.
په ۲۰۲۴ کال کې، د دې نسخې ټول پاتې مخونه په روسیه او ازبکستان کې په یوه ټوټه کې خپاره شول، او د دې نسخې محدود شمېر د قرآني او اسلامي کلتوري څیړنو لپاره لیوالو علمي، مذهبي او څیړنیزو بنسټونو ته د ویش لپاره چاپ شول.
https://iqna.ir/fa/news/4277924