IQNA

د علومو، تحقیقاتو او ټکنالوژۍ وزارت په کوربتوب

د اسلامي هېوادونو د لوړو زده‌کړو د وزیرانو دویمه غونډه په تهران کې

10:03 - May 19, 2025
د خبر لمبر: 3491139
ایکنا - د اسلامی ملګرتیا کنفرانس د خبرو اترو پلټ فرم د غړو اسلامي هېوادونو د لوړو زده‌کړو د وزیرانو دویمه غونډه د ۱۴۰۴ کال د غو ي ۲۸ پرون پیل شوې او نن یعني د غواي د میاشتې په  ۲۹ به په تهران کې د ایران د علومو، تحقیقاتو او ټکنالوژۍ وزارت په کوربتوب  سره ترسره شي.

د ایکنا د راپور له مخې، دا غونډه د ساینسي او ټکنالوژیکي ملګرتیاؤ  د پراخولو، په تیره بیا  د مصنوعي هوش (آرټيفیشل اینټیلیجنس) په برخې کې له  پلان سره سم جوړېږي.

په دې نړیوالې پیښې کې،چې تمه کېږي له۲۰ څخه د لازیاتو اسلامي هېوادونو استازي پکې ګډون وکړي،د مصنوعي ذکاوت په اړه لومړنی څو اړخیز سند به وڅېړل شي او تصویب به شي.دا سند د اسلامي نړۍ د تعلیمي،ساینسي او ټکنالوژیکي تعاملاتو د پیاوړتیا، په ځانګړې توګه د مصنوعي ذکاوت  په برخه کې د کورنیو ظرفیتونو د ودې او د ګډو فرصتونو د کارونې په موخه لیکل شوی دی.

د پیښې په لومړۍ ورځ، د کارپوهانو او ټکنالوژستانو سره تخنیکي ناستې به ترسره شي چې د اسلامي نړۍ د ساینسي، ټکنالوژیکي او پوه بنسټه  شرکتونو د پرمختګونو او ننګونو په اړه د نظرونو د تبادلې فرصت برابروي.

د پروګرام په دوام کې ، د دویمې ورځې په ترڅ کې،د اسلامي هېوادونو د لوړو زده‌کړو وزیران او لوړپوړي چارواکي به ګډ ستراتیژیک لیدلوري په اړه خبرې وکړي.

د OIC-  د خبرو اترو پلټ فرم د غړو اسلامي هېوادونو د لوړو زده‌کړو وزیرانو د دویمې غونډې ترسره کول،د ایران د علومو،تحقیقاتو او ټکنالوژۍ وزارت له خوا،د مصنوعي ذکاوت  د راتلونکي لپاره د ستراتیژیک لیدلوري د ترسیم او د ایران د ساینسي او ټکنالوژیکي دیپلماسۍ د پیاوړتیا لپاره یوه ستراتیژیکه موقع ده.

دا پیښه به د تجروبو د مبادلې، د ټکنالوژۍ د انتقال او دپوهنتوني ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره د مناسبه فضا د رامنځته کولو ترڅنګ،د اسلامي نړۍ د مخکښو هېوادونو له ساینسي او ټکنالوژیکي ظرفیتونو څخه په ګټې اخیستنې، د ساینسي، ټیکنالوژیکي او لوړو زده‌کړو ننګونو  د ارزونې او پیاوړتیا په لاره کې مرسته وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4283109

captcha