ایکنانیوز د حسینی آستان مقدس د اطلاع رسونې چینل له قوله راپور راکړی، د حسینی اربعین د زیارت د ولولناک او پرتمین میلیوني پلي لاریون دترسره کیدا په شپو ورځو کې په کربلا معلی کې په شتون سره د بحرینی ځوانانو د عشق او ولولې په څپې سره د سید الشهدا د مقدس حرم په لور خوځيږي، دوي په اوښکو او عاشقانه چغو او شعارونو سره او له حسینی فرهنګ او مکتب سره د ژور پیوند په څرګندولو سره خپله ولوله نندارې ته وړاندې کوي او نړیوالو کې د سرښیندنې او مقاومت پیغام ژوندی ساتي.
دغه ولولناک او پرتمین شتون نه یوازې له اهل بیت علیهم السلام سره د عشق ځلا ده ،بلکې د ظلم او استبداد او کړاؤ په وړاندې د اسلامی امت د پيوستون یوه بیلګه هم دی چې هرکال په الهي او انساني ارزښتونو باندې په ټينګار سره د وفادارئاو وحدت او یووالِ ولوله او ځوږ نندارې ته وړاندې کوي.
ایکنانیوز د بحرین د مومنو ځوانانو ولوله او ځوږ او عشق د کیمرې د سترګې په وسیله ثبت کړی چې په ویډیوئي کلیپونو کې ئې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4299619