هغه زياته کړه: زمونږ ملت به د الله تعالی په توفيق د ايمان پياوړتیا او د بېلابېلو علومو د پراختيا لار پرېنږدي، او د دښمنانو له کرکې سره سره، مونږ به وتوانېږو چې ايران د پرمختګ او ویاړ لوړو څوکو ته ورسوو.
د مقام معظم رهبري د دفتر د خبر له مخې، دا مراسم د وروستي ۱۲ ورځني صهيونيستي رژيم د تپل شوي جګړې د شهيدانو د څلوېښتمې ورځې په مناسبت د امام خميني (رح) حسينيې کې ترسره شول، چې د شهيدانو د کورنیو، ولسي پرګنو او یو شمېر مسئولینو ګډون پکې درلود.
د انقلاب اسلامي ستر لارښود دا جګړه د ملت د ارادې او ځواک مظاهره وبلله، او وې ويل: دښمنان ځکه له ايران سره دښمني کوي چې د دې ملت ايمان، علم، او اتحاد نشي زغملی.
هغه زياته کړه: د ايران ملت نه يوازې دا جګړه د عزت او افتخار په توګه تجربه کړه، بلکې نړۍ ته ئې خپل قوت، عزم، استقامت او د لاستهراوړنو ډک لاس وښود.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود دغه راز وفرمائيل؛ په تېرو ۴۶ کلونو کې، د ایران اسلامي جمهوريت له ډېرو سختو مرحلو تېر شوی، لکه ۸ کلنه تپلي جګړه، کودتاوې، سياسي او امنيتي فتنې، خو تل يې د دښمن دسیسې شنډې کړي دي.
حضرت آيتالله العظمی سید علی خامنهاي زياته کړه: د ایران د اسلامي جمهوريت بنسټ پر "دين" او "علم" ولاړ دی، او زمونږ ملت به همداسې، د همدې دوو ستنو په مټ د دښمن پر وړاندې د مقاومت دوام ورکړي.
هغه وويل: د غربي استکبار، په تېره بيا د جنايتکارې امريکا مخالفت له ايران سره، د دين او علم، او د ملت د يووالي له امله دی، نه د ایټمي، د یورانیمود بډایئولو يا د بشري حقوقو له امله. دا يوازې پلمې دي، اصل ستونزه د اسلامي ايران د نوښتګر فکر، علمي پرمختګ، او د انساني او ديني علومو ځواک دی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود دغه راز وفرمائيل؛ ملت ايران به د الله تعالی په مرسته دين او علم نه پرېږدي، بلکې د پوهې ژوروالي او پراخوالي لپاره به ستر ګامونه پورته کړي.
__
په دغو دستورو کې څو قاریانو قاريانو د قرآن مجيد تلاوت هم وکړ. حجتالاسلام رفيعي د نهجالبلاغې له ۱۸۲مې خطبې څخه د صفين جګړې د شهيدانو ځانګړتياوې بيان کړې، او دا ځانګړتياوې ئې د وروستي ۱۲ ورځني جګړې د شهيدانو له ځانګړتياوو سره ورته وبللې.
په دغو ځانګړتیا ؤ کې د حق په لاره کې ثبات، د قرآن تلاوت او عمل، د الهي سنتونو احيا، له بدعتونو سره مقابله، جهاد، او د رهبرۍ پيروي او د وطن دفاع شاملې وبللې.هغه وويل: د قرآن له مخې، ايمان او توکل د الهي نصرت دوه مهم عوامل دي، چې دا دواړه د ايران د ملت په بريا کې روښانه وو.
همداراز محمدرضا بذري د شهيدانو د حماسې په ستاينې کې شعرونه ولوستل او د اهلبيت (ع) په مصيبتونو مرثيې ووئيلې.
https://iqna.ir/fa/news/4297015