IQNA

د امريکايانو له خوا د اسرائيلو د جګړې ملاتړ کم شوی

9:23 - July 31, 2025
د خبر لمبر: 3491484
ایکنا - نوی نظرپوښتنې ښئي چې د غزې په  جګړې کې له اسرائيله د امريکايانو ملاتړ  تر پام وړه کم شوی دی.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکوی،د «ګالوپ» له خوا تازه ترسره شوې نظرپوښتنه ښئي چې يوازې ۳۲ فیصده امريکايان په غزې تړانګې کې د اسرائيلو پوځي عمليات تأييدوي. دا شمېر د ۲۰۲۴  کال  د سپتمبر په پرتله ۱۰ فیصده کم شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د فلسطينيانو پر ضد د اسرائيلو د ظلمونو له امله د خلکو غوسه ورځ تر بلې ډېريږي.

جمهوريت‌پال ګوند (Republican Party) سره په اړونده کسانو کې، ۷۱ فیصده کسانو وويل چې د اسرائيلو کړنې تأييدوي، خو دا شمېرپه ډيموکراتانو (Democrats) کې يوازې ۸ سلنه و.

په ټوليز ډول، ۶۰ فیصده برخه‌والو وويل چې د اسرائيلو له پوځي عملياتو سره مخالفت لري.

د پوهنتون استاد تبصره کوي:

د مريلنډ پوهنتون استاد، شيبلي تلهامي، وايي:

دا نظرپوښتنه ښئي چې د اسرائيلو پر ضد خپګانونه اوس يوازې د غزې تر جګړې محدود نه دي؛ دا يوه نسلي بدلون ته اشاره لري، چې په ځانګړي ډول د ځوانو امريکايانو – ډيموکراتانو،خپلواکه رأي لرونکو، او حتی ځينو ځوانو جمهوريت‌پالو – ترمینځ ليدل کېږي.

هغه وويل:

امريکايان نور فلسطين ته د يو "بهرني سياست" موضوع په سترګه نه ګوري، بلکې د ځان‌پېژندنې يو معيار ګرځېدلی. دوی اوس له ځان سره پوښتي چې "مونږ څوک يو او د څه ملاتړ کوو؟"

د اسرائيلو ملاتړي  اورګانونه  او د امريکايي سياست کوږوالی!

تلهامي څرګنده کړه چې د اسرائيلو ملاتړو  ادارو لکه AIPAC ميليونونه ډالر لګولي،څو هغه سياستوال له ماتې سره مخ کړي چې د اسرائيلو د ظلمونو مخالفت کوي، په تیره با پرمختيا غوښتونکي (Progressives) ډيموکراتان.

خو هغه وايي چې دا حالت هم بدل شوی ښکاري، او فلسطيني موضوع اوس د امريکايانو په سياسي حساسيتونو کې شاملېږي.

د ځوان نسل نظرونه

په نظرپوښتنې کې يوازې ۹ سلنه امريکايان چې عمرونه يې تر ۳۵ کلونو کم وو، وويل چې د اسرائيلو له پوځي عملياتو ملاتړ کوي. يوازې ۶ فیصړخ دا کسان بنيامين نتنياهو ته ښه نظر لري.

له دې نظرپوښتنې نه وړاندې، د «Pew Research» له خوا په اپريل کې ترسره شوې سروې ښودلې وه چې ډېری ځوان جمهوريت‌پالان هم له اسرائيلو سره منفي نظر لري.

د امريکا حکومت لا هم له اسرائيله بې‌قيد شرط ملاتړ کوي

سره له دې چې عام خلک د اسرائيلو ملاتړ نه کوي، خو د واشنګټن حکومت لا هم د اسرائيلو بې‌قيد شرط ملاتړی پاتې دی.

امريکا د غزې د جګړې له پيله تر اوسه ميلياردونه ډالر پوځي مرستې کړي دي.

په ملګرو ملتو کې ئې له اسرائيلو سره ديپلوماتيک ملاتړ کړی.

کانګرس د اسرائيلو لپاره د ۵۰۰ ميليونه ډالرو د پوځي مرستې د بندېدو وړانديز رد کړ؛ يوازې ۶ غړي مخالف وو او ۴۲۲ يې ملاتړ وکړ.

د غزې ناورين؛ د انساني وجدان ازموينه!

اسرائيلو تر اوسه له ۶۰ زرو زیات فلسطينيان وژلي، غزه ئې کلابنده کړې، زياتره سيمې ئې ورانې کړي، او له قحطۍ ته يې خلک اړ کړي دي.

ملګرو ملتو ویلي:په غزه کې د "لوږې او قحطۍ د پراخېدو واضح شواهد" موجود دي.

پایله:

دا ټول معلومات ښئي چې د امريکايي ولس نظر د فلسطين په اړه په بدلېدو دی، خو حکومت لا هم د اسرائيلو پلوۍ کوي. دا نظرپوښتنې، مظاهرې، او د لوېديځو خلکو غبرګونونه دا تمه راپيدا کوي چې ښايي دا سياست هم يو وخت مجبوراً بدلون ومومي.

https://iqna.ir/fa/news/4297169

captcha