IQNA

د هالینډ مسلمانانو د ویلډرز اسلامی ضد پُسټ د خپرولو په ضد شکایت وکړ

16:22 - August 13, 2025
د خبر لمبر: 3491535
ایکنا- په هالینډ کې د مسلمانانو تنظیمونو،د مسلمانانو په ضد د نفرت،توپير او تاؤتریخوالي د خورولو په تورونو د هالینډ د یوه زوړپال سیاستوال ؛ګرټ ویلډرز؛ په ضد عدالت ته شکایت وکړ.

ایکنانیوز د europarabct،له قوله راپور راکړی، دغه اقدام  له دې وروسته شوی چې د هالینډ یوه  افراطي او زوړپال سیاستوال ګرټ ویلډرز تیره اونۍ په ایکس ټولنیز چینل کې د ویې ښځې څيره انځور کړې چې  دوه ټوټې ویشل شوې وه، د هغې ځوانې ښځې نیمه څيره  په اروپائي څيرې سره  او د «PVV» ( د ویلډرز د آزادۍ ګوند) سټکر سره  او نیمه څيره  په یوې ځيړې  او ستمرمنې ښځې په پوښښ سره چې  انځور کړې چې د «PvdA» (د هالینډ دکارګر ګوند ) سره مشخص شوی ؤ.

ګرټ ویلډرز په دغه پوسټ کې لیکلي وو، د اکتوبر په ۲۹ ستاسو انتخاب ؛چې  اشاره ئې په هالینډ کې کیدونکو انتخاباتو ته ده.

د ویلډرز په دغه اقدام نیوکه کونکي  په دې اند دي چې دغه اقدام  له اسلام سره د دِغرې  او اسلام ضده احساسات زیاتوي.

د مسلمانانو د حقوقو یوې  موسیسې او ادارې  چې د مسلمانانو له ۱۴تنظیمونو یوه څانګه ده  او قانوني تعقیبونې کوي،  د فیسبوک په ټولنیز چینل کې په یوه پُسټ کې لیکلي دي،  دغه انځور د  د یوه غیر انساني ، ګواښونکي او ناخوښ  په توګه  له یهودیانو څخه  د جرمني د انځور جوړونې له یوه ډول سره ترپام وړ تشبیه ورکړل شوی دی.

دغې ډلې پخپل پًسټ کې  لیکلي دي، د ویلډرز په وسیله  د یوې سترمنې ښځې انځور  په دغه انداز سره ئې خپرول  له حقوقي  پلوه  د ددښمنئ، ناکراریو د رامینځةکولو او د ټولینزسپکاوي  او نفرت خورونې او لمسؤنې  په  معنا دی او  د قانونی اقدام زمینه برابروي.

د وئيلو ده چې ګرټ ویلډرز  د هالینډ د هغه آزادۍ ګوند رهبر او یو افراطي  او نفرت خورونکی سیاستوال دی  چې  په اسلام ضده  سختو دریځونو او له مهاجرت سره په مخالفت کې ډير مشهور دی.

https://iqna.ir/fa/news/4299504

captcha