IQNA

عراقي موکبونه؛ د حسینی اربعین زائرینو ته د میلمستیا لپاره تیار دي (انځورونه)

14:18 - July 30, 2025
د خبر لمبر: 3491479
ایکنا - د حسینی اربعین  د را رسېدو په درشل کې، هغه لارې چې پر کربلا ختمېږي، د عراقي موکبونو کوربه دي؛ دا موکبونه د زائرینو خدمت ته چمتو شوي، او د عراق فضا ئې له یو روحاني او ولولناک حالته ډکه کړې ده.

د ایکنا د راپور له مخې، حسینی اربعین د امام حسین علیه‌السلام،  د شهادت له څلوېښتئ سره برابر دی. هغه امام چې د امیرالمؤمنین حضرت علي علیه‌السلام او حضرت فاطمه زهرا سلام‌الله‌علیها زوی او د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وآله لمسی و، او د کرب و بلا په دښې کې شهید شو.

په هغو شپو ورځو کې چې د حسینی اربعین  سره رانزدې کېږي، د نړۍ له ګوټ‌ګوټ څخه میلیونونه حسینی عاشقان  کربلا ته ځانونه رسوي، څو د حضرت امام حسین علیه‌السلام سپېڅلی مزار زیارت کړي. دا مراسم د نړۍ تر ټولو لوی پیاده‌مزل ګڼل کېږي، چې په ټاکلي مودې کې ترسره کېږي، او د ګډونوالو شمېر ئې تر ۴۵ میلیونو کسانو زیاتېږي.

لاندې، د هغو انځورونو یوه مجموعه وړاندې شوې ده، چې د عراقي موکبونو له خوا د حسیني اربعین زائرینو د میلمستیا صحنې انځوروي: 

 

https://iqna.ir/fa/news/4297161

captcha