IQNA

د ملیشیاا د نړیوالو قرآني سیالیو پایلې(فیلم او انځورونه)

6:05 - August 11, 2025
د خبر لمبر: 3491526
ایکنا – د ملایشیا د قرآنی سیالیو شپږ شپېتم پړاو په داسې حال کې  پای ته ورسېد چې د ایران استازي په دغو سیالیو کې د کوم مقام له ترلاسه کولو پاتې راغلی.

د ایکنانیوز د راپور له مخې، د ملایشیا د قرآنی سیالیو د شپږ شپېتم پړاو د پای مراسم  د زمري یا اسد د میاشتې  په ۱۸  د ملایشیا په پلازمېنې کوالالامپور کې ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د دغو سیالیو د بېلابېلو څانګو ګټونکي اعلان شول. محسن قاسمي چې په ۱۴۰۳ کال کې د اوقافو او خیریه چارو د سازمان د ملي قرآني سیالیو د مقام خاوند و او د ایران اسلامي جمهوریت استازی و، یوازینی ایرانی ګډونوال و چې د تحقیق په قرائت کې یې ګډون درلود، خو د کوم مقام له اخیستلو پاتې شو.

د قرائت د تحقیق په څانګې کې د کوربه هېواد ملایشیا استازي «ایمن رضوان» لومړی مقام وګاټه، د انډونیشیا او ترکیې استازو دوهم او درېیم ځائيګي خپل کړل.  د ښځو د قرائت په څانګې کې هم د ملایشیا ښځینه استازې لومړی مقام خپل کړ.

 

اعلام نتایج مسابقات بین‌المللی قرآن مالزی

د حفظ په څانګې کې د نارینه‌وو لومړی مقام د جرمني یو مسلمان وګاټه، دوهم او درېیم مقامونه د سوریې او هند استازو ته ورسېدل. د ښځو په برخه کې د حفظ لومړی، دوهم او درېیم ځائيګي د سوریې، ملایشیا او لیبیا استازو ترلاسه کړل.

په دې پړاو سیالیو کې د ایران له مخکښو قرآني کارپوهانو څخه غلامرضا شاه‌میوه‌اصفهاني د داورانویا قاضیانو د پلاوي  او د هیئت په توګه ګډون درلود. محسن قاسمي د سیالیو په ډګر کې د «انعام» سورې له ۱۱ څخه تر ۲۱ آیتونو تلاوت وکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4299039

captcha