IQNA

جنوبی کوریا ته د اسلام د واریدیدا د ۷۰ کلیزه

17:28 - August 13, 2025
د خبر لمبر: 3491537
ایکنا – د کوریا د مسلمانانو ټولنې د جنوبی کوریا د سئول په پلازه هوټل کې جنوبی کوریا ته د اسلام د  واریدیدا د اویایمې کلیزې  د لماانځلو لپاره یو لړ دستورې ترسره کوي.

ایکنانیوز د یونهاب خبری آژانس له قوله راپور راکوي،د کوریا د جنګ په دوران (۱۹۵۹-۱۹۵۵ ) کې جنوبی کوریا ته په رسمي توګه د اسلام د واریدیدا اویا کلونه کیږي، چې  د ترکیې د پوځ په واریدیدا سره چې د ملګروملتو ترملاتړ لاندې د جنوبی کوریا ترڅنګ جنګیدال  ئې پيل شوی دی.

په کوریا کې د  اسلام د پراختیا ترټولو مهم پړاؤ په ۱۹۵۵ کال کې  د جنوبی کوریا له جنګ سره په یووخت ؤ چې ترکیه وال پوځ  د کوریا پوځي کیمپونو ته په واریدیدا سره د اسلام تبلیغ  وکړ.

د کوریا د مسلمانانو ټولنې جنوبی کوریا ته د اسلام د واریدیدا  د اویایمې کلیزې د درنښت او ترسره کیدا لپاره  یولړ دستورې د زمری یا اسد د میاشتې په ۲۲ ترسره شوې.

د مسلمانانو د ځوانانو د نړیوالې ټولنې عمومی منشي صالح بن ابراهیم بابیر، داسلامی چارو مرستیال وزیر اسامه بن احمد الجفال پشمول د اسلامی هیوادونو غوره شخصیّتونو  په کوریا کې د دیره اسلامی هیوادونو له سفیرانو، د کوریا د حکومتي چارواکو او پوهنتونوالو سره یو ځاي په دغو دستورو کې ګډون وکړ.

دغه دستورې د قرآن  کریم په یو لړ آیتونو سره پیل شوې  او په دوام کې د جنوبی کوریا د مسلمانانو ټونلې مشر کیم دونګ اوک  وینا وکړه  او د ډيپلومایټيک  پلاوي د سفیر په معرفي کولو سره د جنوبی کوریا د مسلمانانو د ټولنې له خوا یوه ویډیوئي  فیلم هم خپور شو او بیا  ګډون والو ته ماښامنئ هم ورکړل شو

اسلام په جنوبی کوریا کې یو لږکی  دین دی او مسلمانان ددغه هیواد  دټولو نفوسو کابو اعشاریه دوه تر اعشاریه درو فیصدو پورې  برخه جوړوي ،البته په وروستیو کلونو کې  په دغه هیواد کې له اسلام سره ګروهنه  او  دلچسپي زیاته شوې ده.

دمګړئ په جنوبی کوریا کې کابو دوه نیم لکه مسلمانان ژوند کوي  او په درست هیواد کې  کابو ۲۴جوماتونه او  او ۲۵۰ عبادتځایونه موجود دي.

د کوریا د مسلمانانو ټولنه() په جنوبی کوریا کې یو اسلامی تنظیم دی چې  په دغه هیواد کې مسلمانانو ته دخدمتونو د وړاندې کولو او د اسلام د پراختیا  او دودیدا په خاطر فعالیت کوي.

دغه اتحادیه په ۱۹۶۳ کال کې تاسیس شوې ده او له هغه مهاله تراوسه پورې  د مسلمانانو ټولنې په منظمیدا  او دوي ته د تعلیمي کلتوري او اجتماعي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره  مهم رول   ئې لوبولی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4299694

captcha